The news is by your side.

ننګرهار کې د هندوانې حاصلات په مراتبو لوړ شوي

خبریال وېب پاڼه/د ننګرهار ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې د هندوانې د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د هندوانې حاصلات زیات شي دي. دوی وایي چې سږ کال دغه ولایت څه د پاسه ۱۰۰ ټنه هندوانه بازار ته وړاندې کړې ده چې د پاکستانیو هندوانو تشه یې ډکه کړې ده.

په ورته وخت کې د دغې ولایت بزګران هم د هندوانې سږنیو حاصلاتو ته خوشالي دي او له دولت څخه غواړي چې په ننګرهار کې چې زراعت ته جوړه ځمکه او اقلیم لري، باید ځانګړې توجه وکړي تر څو په وینا یې په دغه ولایت کې بېلا بېلې مېوې او سبزۍ ترلاسه او د بهرنیو احتیاجاتو نه خلاص شو.

د ننګرهار چارواکې وايي په دغي ولایت کې په ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه باندي هندواڼي کرل شوي دي

بزګر هم د سږني حاصل څخه خوښ دي او وايي په تیرو کلونو کې به د پاکستان او ایران هندواڼو د دوی بازار خراب کړی و.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکي هم د وطني حاصلاتو څخه خوښ دي او د حکومت څخه غوښتنه کوي چې زراعت او مالدارۍ ته پوره پاملرنه وکړي.

سږکال په ننګرهار کې په ۲۷۰۰هکتاره ځمکه باندي هندواڼي کرل شوي او حاصلات يي هم څه د پاسه سل ټنو ته رسیدلي دي

د زراعت ریاست وايي د بزګرانو سره يي په تخنیکي برخه کې پوره همکاري کړي.

بزګران وايي سږکال يي د هندواڼو حاصلات د تیرو کلونو په پرتله ښه دي او حاصلات يي د ننګرهار او لغمان سربیره مر کز کابل ،مزار او ګڼو نورو ولایتونو ته وړل کیږي .

دوی وايي د پاکستان لاري او په ننګرهار کې د کالدارو په بندیدو سره يي سږکال حاصلات په ښه او لوړه بیه پولورل کیږي د ننګرهار هندواني د کابل جلال اباد په لویه لاره ښه بازار لري

لسګونه کسانو دغلته د هندوانو د پلور ځایونه جوړ کړی او د خپل کار څخه خوښ دي خو دوی وایي حکومت ورته باید دایمي کار پیدا کړي

بلخوا هندوانه اخستونکي او پلورونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ننګرهار د ښي اب او هوا ته په کتو حکومت باید دغلته په دولتي په پراخه دولتي ځمکو باندي باغونه جوړ کړي

د هندواڼو تر څنګ په ننګرهار کې سږکال د میوه جاتو او سبزي جاتو په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالي راغلي و.

د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې سږ کال د خرما په حاصلاتو کې د زیاتوالي اټکل هم شوی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.