The news is by your side.

هند نن دوشنبې د تاج محل تاریخي ماڼۍ پرانیسته وځنډوله

خبریال وېب پاڼه/ ټاکل شوې وه د هند حکومت نن دشنبې د روانې جولای میاشتې په ۶ مه نېټه د تاج محل په ګډون د دغه هېواد ځینې تاریخي تفرېح ځایونه د سیلانیانو پر مخ پرانیزي.

وړمه ورځ هند وروسته له څو میاشتني قرنطین اعلان کړی ؤ چې د تاج محل په ګډون به ځینې تاریخي ځایونه د سیلانیانو پر مخ خلاص کړي خو نن سره له دې چې ټول تدابیر نیول شوي و، حکومت په یو ناڅاپي اعلان کې بېرته دغه پرېکړه وځنډوله.

د کرونا وبا په راتګ سره د هند تاج محل ماڼۍ له تېرو دریو میاشتو را په دېخوا تړل شوې ده او هېچا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

هندا داسې مهال د تاج محل د خلاصولو پرېکړه ځنډوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد د ۲۴ زره تازه مثبتو پېښو شاهد ؤ چې دا د دغه هېواد په کرونا ځپلي دوران کې لوړه شمېره ښیي.

وړمه ورځ هندي رسنیو راپور ورکړی ؤ چې تاج محل ته ورتلونکي سیلانیان به ټول هغه تدابیر په پام کې نیسي چې د هند حکومت ورته ټاکلي دي، چې له ډلې یې د ماسک کارول، د تاج محل په مرمرینو ډبرو لاس نه اېښودل او دغه راز ټولنیز واټن په پام کې نیول یاد شوي دي.

تاج محل یوه تاریخۍ ماڼۍ ده چې په ۱۷ مه میلادي پېړۍ کې د ګورګاني د پینځم امپوراطور شاه جهان لخوا خپلې مېرمنې ته جوړه کړل شوه. دغه ماڼۍ اګرا ته نیږدې او د نوي دهلي په ۲۰ کیلو مترۍ کې واقع ده.

د هند حکومت د دغې تاریخي ماڼۍ د خلاصون لپاره سیلانیانو ته یو بل شرط دا هم اېښی ؤ چې د ورځې به یوازې ۵۰۰۰ کسان ورڅخه لیدنه کوي، په داسې حال کې چې تر قرنطین وړاندې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۸۰ زره کسانو له تاج محل څخه لیدنه کوله.

د معلوماتو له مخې له تاج محل سربېره یوه بله تاریخي ماڼۍ چې د کرونا وبا په راتګ سره تړل شوې وه، د هغې د خلاصېدو خبر هم ورکړل شوی ؤ چې اوس هغه هم ځنډېدلې ده. هغه تاریخي ماڼۍ لال قلعه نومېږي چې په پښتو کې ورته د ډهلي سره کلا ویل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په هند کې کرونا وبا په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او تر دې مهال یې تر ۶ لکو زیات په دې ناروغۍ اخته شوي دي او څه د پاسه ۱۹ زره کسانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هند اوس مهال له امریکا، برازیل او روسیې څخه وروسته څلورم هېواد دی چې ډېر وګړي یې کرونا اغېزمن کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance