The news is by your side.

افغان چاپان کې د فساد بله څپه، روغتیایي توکي ورک شوي

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا په راتګ سره د ګڼو شمېر غلو او مافیایي روغتیا پالو جېبونه هم د فساد او شوکونې لپاره لوی شول.

تازه د افغان چاپان روغتون مشر ویلي چې د مخکیني مشرتابه د کمزوري مدیریت او په فساد کې د ښکېلتیا له امله د دغه روغتون ګڼ شمېر تجهیزات او روغتیایي توکي ورک شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې پژواک خبري آژانس هم د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د لویو فسادونو تحقیقي راپور خپور کړی ؤ چې د حکومت له توندو غبرګونونو سره هم مل ؤ.

په کابل کې د افغان جاپان روغتون مشرتابه په خپل وروستي بیان کې ویلي دي چې د دغه روغتون ګڼ شمېر روغتیایي تجهیزات غلا شوي او یا یې په وینا چېرته پټ کړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې دی د عامې روغتیا له وزارت سره معلومات شریک کړي دي او تمه ده په دې برخه کې جدي اقدامات وشي.

د افغان جاپان روغتون اوسنی رییس احمد ظاهر سلطاني وایي چې دغه توکي د پخوانیو مدیرانو او د دغه روغتون د اداري مشرانو لخوا د کمزوري مدیریت او دغه راز له واک څخه د ناوړې ګټې اخیستنې له امله لادرکه شوي دي.

ښاغلی سلطاني داسې مهال دا خبره کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په روغتیایي دستګاه نیوکې زیاتې شوې دي او ویل کېږي چې ملیونونه پیسې د سیمه ییزو او مرکزي روغتیا پالو لخوا وهل شوې دي.

څه موده وړاندې د شفافیت ځینو بنسټونو هم خبر ورکړی ؤ چې د کرونا وبا لپاره له ځانګړې شوې بودیجې څخه څه د پاسه ۹۰ سلنه یې د ولایتي چارواکو لخوا وهل شوې دي او ډېره کمه اندازه پیسې په روغتیایي چارو کې لګول شوې دي.

ولسمشر غني که څه هم د دغې ستونزو له اورېدو سره  عامې روغتیا په مشرتابه ټیم کې بدلونونه راوستل خو لا هم په دغه وزارت کې له پراخ فساد راپورونه ورکول کېږي.

د افغان جاپان روغتون مشر وایي که په دغه روغتون کې له شته درملو او تجهیزاتو سمه ګټته اخیستل شوې وای، هېڅکله به د توکو له کمښت سره مخ شوي نه وای. نوموړی زیاتوي چې د خلکو نیوکې او شکایتونه دومره اوج ته رسېدلي وو.

سلطاني همداراز وایي چې په ورکو شویو توکو کې ویټلانټورونه، اغوستن توکي، درمل او نور ورته شیان شامل دي چې په وینا یې یو شمېر کار کوونکو د دغه فساد د موجودیت له امله د استعفاء غوښتنې هم کړې دي خو وایي، منل شوې نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.