صدیقي: د بین الافغاني مذاکراتو پيل لپاره د حکومت پلاوی چمتو دی

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وایي وروستیو خونړیو بریدونو ته په کتو ښکاري، چې وسله وال طالبان د سولې پروسې ته ژمن نه دي.

نوموړي نن دوشنبه د یوې خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته وویل، افغان حکومت د سولې په پروسه کې تر وروستي بریده هڅه کړې او تر ۴ زره طالب زندانیان یې خوشې کړي خو په وینا یې طالبان ژمن نه دي.

صدیقي زیاته کړه، وسله وال طالبان نه یواځې له افغان حکومت سره کړې ژمنې عملي نه کړې بلکې له امریکا سره په کړي تړون یې هم عمل نه دی کړی.

نوموړی وایي، دوی د بین الافغاني مذاکراتو د پيلیدو لپاره د طالب زندانیانو پروسه په دې موخه چټکه کړه څو هیواد کې تاوتریخوالی راکم کړي خو دا برعکس تاوتریخوالي زور واخیست.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ افغان حکومت ویلي وو، چې دوی به د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کولو په اړه وروستۍ پرېکړه د یکشنې ورځې ترپایه اعلان کړي خو صدیقي لاهم د افغان حکومت وروستۍ پرېکړه نه ده وروستۍ شوې.

صدیقي د افغان حکومت د پرېکړې د ځنډیدو لامل د طالبانو له لوري د ځینومشخصو طالب زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه یاده کړه.

هغه وویلې، دوی به تر ۵۰۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي خو نشي کولای مشخص کسان خوشې کړې کوم چې وسله وال طالبان یې غوښتنه کوي.

صدیقي زیاتوي دوی په پوره توګه بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي او له طالبانو غواړي، چې بین الافغاني پروسې ته ژمن پاتې شي او د خبرو میز ته له افغان حکومت سره کینې.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د کابل د نږدې ۲۰ سیمه‌ ییزو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د یوې غونډې کوربه دی.

دغه غونډه له طالبانو سره د سولې له خبرو مخکې، په دې هدف ترسره کېږي چې د سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع پياوړې او له مخې یې بین‌الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل شي.

افغان دولت د اذربایجان، چین، مصر، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، قطر، سعودي عربستان، ترکیې، تاجکستان، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو او ازبکستان استازو ته بلنه ورکړې چې نننۍ غونډه کې ورسره برخه واخلي.

پر دې سربېره د ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او امریکا ډیپلوماتان او استازي هم غونډې ته بلل شوي دي.

افغان دولت دا اوونۍ دوه نورې غونډې هم مخته لري، چې یوه‌ یې سبا سې شنبه د کابل، بیجنګ او اسلام‌اباد درې اړخیزه غونډه ده او بله ‌یې د پنجشنبې په ورځ د هغو هېوادونو ده، چې تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان مسایلو کې ښکېل وو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More