The news is by your side.

لغمان کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېب پاڼه/ د لغمان د ملي امنیت رئیس برید جنرال غلام حیدر رحمانزوی وایي تیره شپه افغان ګډو ځواکونو د کابل جلال اباد پر لویه لار په یوه کمین کې  ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله.

برید جنرال غلام حیدر رحمانزوی نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو ۱۶ تنه چې د قاري روح الله د ګروپ غړي وو وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان دي.

هغه زیاته کړه افغان ګډو ځواکونو له وژل شویو کسانو یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

د لغمان د ملي امنیت رئیس وایي قاري روح الله تازه د افغان حکومت له لوري له بنده خوشې شوی طالب زنداني دی، خو بیا یې هم د افغان حکومت پر ضد جګړ پيل کړه او طالبانو د کابل جلال اباد د لویې لارې د نا امنه کولو په موخه ټاکلی دی.

د نوموړي په وینا په دې نښته کې د ملي امنیت دوه سرتیري هم ټپيان شوي خو زیاتوي وضعیت یې د اندیښنې وړ نه دی.

په ورته مهال د لغمان امنیه قومندان منظورستانکزي کنفرانس کې د خبرو پرمهال ولسونو ته ډاډ ورکړی چې په کلکه به یې ساتنه کوي او وسله وال طالبان به ځپي.

ستانکزي وسله والو طالبانو ته ګواښ وکړ که له جګړې لاس وا نخلي نو دوی به یې پر وړاندې اقدامت نور هم جدي کړي.

په دې وروستیو کې د کابل ـــ جلال اباد د لویې لارې له امنه کیدو پر دې لاره تلونکي مسافر هم اندیښمن کړي وو.

خو امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي چې هیچا ته به اجازه ور نکړي چې عام ولسونه وځوروي.

بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل نن د نږدې ۲۰ سیمه ‌ییزو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د یوې غونډې کوربه دی.

دغه غونډه له طالبانو سره د سولې له خبرو مخکې، په دې هدف ترسره کېږي، چې د سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پياوړې او له مخې یې بین‌الافغاني خبرې ژر پیل شي.

د افغانستان د سولې په اړه سیمه ‌ییزه او نړیواله اجماع له دې وړاندې هم رامنځته شوې، خو اوس افغان چارواکي هڅه کوي، چې دغه اجماع پياوړې او ژر له طالبانو سره خبرې پيل کړي.

افغان دولت د اذربایجان، چین، مصر، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، قطر، سعودي عربستان، ترکیې، تاجکستان، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو او ازبکستان استازو ته بلنه ورکړې چې نننۍ غونډه کې ورسره برخه واخلي.

پر دې سربېره د ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او امریکا ډیپلوماتان او استازي هم غونډې ته بلل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.