پمپیو ! امریکا په افغانستان کې موازي حکومت نه مني
خبریال ویب پاڼه / د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبر ورکړ چې متحده ایالات د یوه خپلواک او یوموټي افغانستان غوښتونکي دي او د سیاسي توپیرونو د حل لپاره د موازي حکومت یا هر ډول ځواک د کارولو ؛ له هر ډول هڅو سره مخالفت کوي ؛ د ټول شموله حکومت غوره کول د سولې لپاره مهم دي. نوموړي دا خبري پر خپله ټویټر پاڼه تېره شپه لیکلې دي .
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په داسي وخت کې دا خبره کوي چې ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره د ولسمشري لوړه وکړه او بیا بیا یې د ټول شموله حکومت خبره تکرار کړه ؛ خو هم مهاله د افغانستان پخواني اجرایه ریس عبدالله عبدالله هم د یوه ولسي پروګرام پر مهال ځان ولسمشر اعلان کړ.
د ولسمشر د لوړې مراسمو ته د سولي په چارو کې دافغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او د ۳۵ نورو هیوادونو استازو ګډون کړی وو.
ښاغلي پمپیو په خپل ټویټر دافغانستان پر سوله ټینګار کړی دی ؛ او پر هم دغه سوله ولسمشر غني هم د خپلو خبرو پر مهال پر سوله ټینګار وکړ او ویې ویل چې د حکومت لمړي توب یې باعزته او د جمهوریت تر سیوري لاندي سوله ده .
دا لمړی ځل دی چې د افغانستان تر اوږدو ټاکنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ټاکنو رسمي ننګه کوي او د یوموټي افغانستان غږ یې اوچت کړی دی .
تر دې وړاندي افغان حکومت ډېره هڅه وکړه چې د امریکا لاس نیوی تر لاسه کړي،خو اوس داسي ښکاري چې د لوړي تر مراسمو وروسته امریکا رسمآ د اشرف غنيحکومت ومانه او له دې وروسته به په هره پرېکړه کې ځای او مقام ورکوي .
د ښاغلي پمپیو له دغه پیغام نه دوه ساعته وړاندي د امریکا د متحده ایالاتو پوځ اعلان وکړ چې د سولي د هوکړي د عمليکولو په خاطر یې له افغانستان نه د خپلو سرتېرو وتل پیل کړي دي.
دواړه خبري په یوه وخت کې داسيمهال را څرګندېږي چې په کور دننه سیاسیون د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تر منځ د سولياو روغي جوړيپه خبرو بوخت دی . د ارګ سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل چې د مارچ میاشتې تر پایه به د سولي مذاکراتي ټیم د خبرو لپاره اعلان شي او هم دا راز به تر هغه وړاندي ولسمشر غني یو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې د هر قوم او هري سیمي وګړي به پکښي شامل وي .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.