The news is by your side.

د سړو خونو نشتون ۳ نیم میلیونه کرنیزتولیدات تاوان سره مخ کړي

خبریال وېب پاڼه/ هیواد کې د نورو برخو د ستونزو سربیره په کرنیزه برخه کې شکایتونه ډیر دي او بزګران له کرنې وزارت نه ګیلې لري.

د افغاني ټيم د معلوماتو له مخې دمګړۍ افغانستان ۳۰۰ زره مټریک ټنه ظرفیت لروکو سړو خونو ته اړتیا لري.

اوسمهال یواځې ۵۰ متوسط او وړې سړې خونې د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره د پانګه ‌والو له لوري جوړې شوې او د ۱۲ معیاري سړو خونو چارې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا جوړیږي پیل شوې دي.

یاد ټیم وایي په هره سړه خونه ۱۸۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

یو شمیر افغاني کروندګر بیا په دې برخه کې د کرنې وزارت په بې غورۍ تورنوي او وایي هرکال دوی په هره برخه کې ښه تولید لري خو د سړو خونو د نشتون له امله په ټيټه بیه پلورل کیږي او یا له منځه ځي.

خان آغا د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې بزګر دی وایي، له دې امله هرکال زیان ګوري او سبزي یې ښه بیه نه کوي او د ساتلو توان یې دی نه لري.

په ورته مهال د کندهار د ارغنداب یو تن بزګر عثمان وایي: «موږ د تولید په موسم کې اړیو چې ټول انار بازار ته دننه کړو، خوندي ځای او سړې خونې نشته، نو ځکه موږ یو من انار د تولید په موسم کې تر ۲۰۰ افغانيو پلورو، خو بیا په نورو موسمونو کې خلک اړ کیږي، یو من انار تر ۱۰۰۰ افغانيو واخلي چې دا بزګرانو ته لوی مالي زیان اړوي.»

بل لورته د افغانستان د سوداگرۍ خونې ویاند امیر بابک هم په دې برخه کې د کروندګرو او بزګرانو ستونزو مني او حکومت په دې برخه کې ملامته بولي.

بابک زیاتوي اوس مهال د افغانستان په لویو ښارونو کې کرنې وزرات هېڅ کومه معیاري سړه خونه نه ده جوړه کړې او په خبره یې د ټيټو بیو او له منځه تللو همدا لوی لامل دی.

د معلوماتو له مخې هرکال بزګران ۴ میلیون ټنه میوې او سابه تولیدوي، چې له دې څخه ۴۰۰ تر۶۰۰ ټنه باندنیوهېوادونو ته صادریږی او پاتې ۳.۵ میلیون ټنه تولیدات د هېواد دننه په ډېره ټیټه بیه خرڅیږي،چې د اقتصادي چارو پوهان یې د هېواد اقتصاد او پانګوالو لپاره یوه نه جبرانیدونکی زیان بولي.

په ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم د بزګرانو یادې ستونزې مني او خو د حل ډاډ یې ورکوي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي وایي،اوسمهال په ټوله هیواد کې ۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې او په ۱۲ نورو کار روان دی، چې په وینا یې هغه به هم ژر جوړې شي.

رستمي زیاته کړه راتلوونکي یو کال پورې به د بزګرانو۶۰۰ اعشاریه ټنه محصولاتو د ساتلو زمینه به برابره شي.

د هغه په وینا دغه سړې خونې د هېواد په لوګر، پروان، کاپیسا، وردګ، پکیتا، فاریاب، فراه، غزني او تخار ولایتونو کې د کچالو، پياز، انار او مڼو د ساتلو لپاره جوړیږي.

د رستمي په وینا تر راتلوونکو شپږ میاشتو پورې به د هېواد په ټولو ولايتونو کې د صفر انرژۍ ۸۰۰۰ سړې خونې د هر بزګر لپاره جوړ شي چې ټوليزه وړتيا یې ۲۰۰زره ښودل کېږي:

هغه وویلې دوی د ۸ نور لویو او معیاري سړو خونو طرحه وروستۍ کړې، په راتلونکي کې به جوړې شي او هره خونه ۵۰۰۰مټریک ټنه ظرفیت لري، چې ټولیز ظرفیت به یې ۴۰۰۰۰ مټریک ټنه وي او ورسره به د بزګرانو زياته پيمانه محصولات پکې وساتل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance