The news is by your side.

یو ځوان په شخصي لګښت بې سرپرسته ماشومانو ته ښوونځی جوړ کړی

خبریال وېب پاڼه/ پکتیکا ولایت کې یو ځوان په خپل شخصي لګښت لسګونه بې سرپرسته ماشومانو ته ښوونځی جوړ کړی.

د پکتیکا ولایت خیرکوټ ولسوالۍ په سه ګانې کلي کې یو ځوان په خپل شخصي لګښت د سیمې لسګونه بې سرپرسته ماشومانو ته یو ښوونځی جوړ کړی.

په دغه ښوونځې کې ۱۵۰ زده کوونکو ته زده کړې ورکول کیږې، فیس ورڅخه نه اخیستل کیږې او د قرطاسيې په ګډون نور ټول تدریسي توکي ورته وړیا ورکول کیږې.

ځوانان او د پوهنې ریاست مسؤولین د عیدالله په نوم د دغه ځوان نوښت د ستاینې وړ بولي او وايې د دې کار د ښې ودې په موخه به ورسره هر اړخیزه همکاري کوي.

د خیرکوټ ولسوالۍ سه ګانې کلي اوسیدونکي عیدالله مسرور وویل د هېواد د ابادۍ او د راتلونکي نسل د بقا لپاره يې په خپل کلي کې په شخصي لګښت ښوونځی جوړ کړی او غواړي په دې کار سره خپلو ولسونو ته په معارف برخه کې خدمت وکړي.

هغه څرګندوي اوس مهال په دې ښوونځي کې ۱۵۰ زده کوونکي زده کړې کوي، د قرطاسيې په ګډون ټول درسي مواد ورته وړیا ورکول کیږې او فیس هم ورڅخه نه اخیستل کیږې.

د شال فکري بنسټ مشر مقتصد ستړی وايې د عیدالله مسرور نوښت د ستاینې وړ دی او په خبره يې د دا ډول نوښتونو او پرمختګونو باید په کلکه ملاتړ وشي.

هغه څرګندوي که ځوانان همدا فکرونه ولري او د هېواد راتلونکو نسلونو لپاره د معارف په ګډون ځیني نور مسؤولیتونه هم پر ځان ومني ټولنه او هېواد به مو د پرمختګ پر لور نور ګامونه هم واخلي.

د پکتیکا پوهنې سرپرست رییس محمد نسیم واجد وایې د سه ګانې کلي لسګونه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته د همدې ځوان پر مټ د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

نوموړي وویل دوی ژمن دي چې د معارف په برخه کې له کیدونکو ټولو نوښتونو او پرمختګونو کلک ملاتړ وکړي او اوس هم د معارف د لا ښې ودې لپاره له یاد ځوان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

یاده دي وي چې تر دې وړاندې هم په پکتیکا کې ځینو مشرانو او ځوانانو دا ډول نوښتونه کړي چې ښه بېلګه يې په مرکز ښرنه کې د میا خان په نوم یو کس دی چې هره ورځ خپلې لوڼې له کور څخه دولس کیلو مټره لېرې ښوونځي ته پر موټر سایکل وړي. دا چې په پکتیکا کې د نوجونو ښوونځي کم دي او یا هم لېرې دي نو میا خان د دې لپاره چې لوڼي یې له زده کړو پاتې نه شي هره ورځ خپله له کور دولس کیلو مټره لېرې له لوڼو سره یې تر ښوونځي ځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.