The news is by your side.

روسیه؛ امریکا په لوی لاس اتومي جګړې ته لار هواروي

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې د روسیې او امریکا تر منځ په افغانستان کې استخباراتي ښکېلاک زیات شوی دی او یو بل ته د ملامتیا ګوتڅنډنې کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې امریکا غواړي په لوی لاس د اتومي جګړې احتمال زیاتوي.

روسیه وروسته له هغه د امریکا پر وړاندې دا دول غبرګون ښیي چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې یې ادعا وکړه چې روسي استخبارات هڅه کوي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وژلو لپاره وسله والو طالبانو ته جایزې ورکړي چې په وینا یې څو ځله یې دا کار کړی هم دی.

له تېرو دوو اونیو را په دې خوا د ټولې غربي رسنۍ په افغانستان کې د امریکا او روسیې په همدې نیابتي جګړه بحثونه کوي. د امریکا مشهور جنرالان هم په دې لړۍ کې چوپ نه دي او متفاوت نظرونه لري. څو ورځې مخکې یوه امریکایي جنرال ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا او روسیې دا ډول حالت کومه نوې خبره نه ده او په وینا یې دوی ته هېڅ توپیر نه کوي چې طالبانو ته څومره جایزې ورکوي ځکه په خبره یې طالبان د امریکا ځانګړي متحدین جوړ شوي دي.

اوس تازه د امریکا د پوځ تر ټولو جګپوړی جنرال وایي روسیې په افغانستان کې طالبانو سره د وسلو او پیسو په برخه کې همکارې کوي، خو داسې استخباراتي معلومات نشته چې وښیيې روسیې دا همکاري طالبانو ته د امریکایي عسکرو د وژلو لپار کوله.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر، جنرال مارک میلي دغه څرګندونې د کانګریس غړیو ته په یوې محرمې غونډې کې کړې دي.

جنرال مارک میلي او د دفاع وزیر ماکر اسپر د کانګریس غړیو ته ویلي چې امریکا لا هم پدې هکله معلومات راټولوي چې آیا روسیې په ریښتیا طالبانو سره د امریکایي عسکرو د وژلو په خاطر همکاري کوله که نه.

مارک ویلي د ګانګریس غړیو ته وویل چې که معلومه شي چې روسیې په امریکایي عسکرو د بریدونو لپاره طالبانو ته پیسې ورکولې، دا به ډیره لویه مسئله وي.

سرګي لاروف امریکا تورنه کړې ده چې پر نړۍ د زبرځواکۍ خوب د ریښتیا کولو لپاره یې نړیوال وضعیت ناندریز کړی دی. نوموړي په دې هکله که څه هم نور جزیات نه دي ورکړي خو وایي چې امریکا پارونکي ګامونه اخلي.

روسي وزیر دا هم ویلي، چې امریکا ورسره د اټومي وسلو د نه پراختیا په تړاو د نیو سټارټ په نوم لاسلیک کړی تړون نه تمدیدوي.

د ده په باور، د امریکا هغه لوبه، چې د نړۍ د زبرځواکۍ ګټلو لپاره یې چټکه کړې، پایله به یې په نړۍ کې د اټومي جنګ رامنځته کیدل وي.

تر اوسه امریکایي لوري د روسیې دغې څرګندونو ته کوم غبرګون ښودلی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.