خلیلزاد ولې له نبیل څخه غني ته شکایت کړی؟

خبریال وېب پاڼه/خبریال ته رسېدلي معلومات ښیي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له انجنیر رحمت الله نبیل څخه ولسمشر غني ته شکایت کړی دی.

رحمت الله نبیل په دې وروستیو کې له هغو رازونو پرده پورته کړه چې طالبانو او د پاکستان څارګرې ادارې د افغان حکومت پر وړاندې شوم پلانونه لرل او غوښتل یې په یو شمېر ولایتونو باندې تهاجمي بریدونه وکړي او لږ تر لږه د یوې ورځې لپاره یې سقوط کړي.

سرچینه په حواله د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، حکومت بايد د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدام وکړي چې په وینا یې سوله تخريبوي. په داسې حال کې چې نبیل د طالبانو شوم راز افشا کړ چې بیا وروسته یې د خلیلزاد پر وړاندې د ولسمشر د توند غبرګون په ترڅ کې ګټه هم وکړه.

خليلزاد ولسمشر غني ته له رحمت الله نبيل څخه د شکايت په ډول ويلي چې اوس طالبان د سولې چوکاټ ته داخل شوي او بايد ورپسې مخربانه تبليغات و نه شي او حکومت دې د دغو کسانو مخه ونيسي.

رحمت الله نبیل په دې وروستيو کې پرلپسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له پټو معاملو پرده پورته کړې او د استخباراتي معلوماتو پر اساس يې په وروستي ټويټ کې ليکلي: (که د طالبانو مشر په بند کې و، نو د هغه بچيان له کوم ځايه شول؟ اشاره يې دې ته وه چې ملا برادر د سولې پر سر د امريکا او پاکستان ډيل لپاره قطر ته لېږدول شوی دې)

ښاغلي نبيل دغه راز هغه ته د پاکستاني او افغان پاسپورټونو د صادرېدو ترمنځ د نېټې توپير ته په اشارې ويلي، چې ملا غني برادر په پاکستاني پاسپورټ قطر ته استول شوی دی.

په ارګ کې یوه سرچينه وايي، کابل ته د خليلزاد د وروستي سفر پر مهال ولسمشر غني هغه ته شکايت وکړ، چې طالبان له خپلې هوکړې سرغړونه کوي او بريدونه يې د تېر په پرتله دوه او ان ځينې مهال درې برابره زيات شوي دي، خو په ځواب کې خليلزاد ورته ویلي وو چې طالبان هم له حکومت څخه ورته شکایت لري.

له دې خبرې سره د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، چې په همدې غونډه کې حاضر و، خليلزاد ته د دې پوښتنې په ځواب کې وويل: (ته اوس د طالبانو وياند يې او که د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازی!؟)

ویل کېږي دې خبرې سره خلیلزاد یوه ترخه موسکا کړې وه او چوپتیا یې غوره کړې وه.

هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې خلیلزاد هم د عامو افغانانو تر سختو نیوکو لاندې دی او نوموړی د طالبانو په آیډیالوژۍ تورنوي.

دا په داسې حال کې ده چې په سوله کې د خليلزاد په رول شکونه ورځ تر بلې زياتېږي او تازه په امريکا کې هم په ټرمپ او خليلزاد د اپوزيسيون انتقادونه له دې وجې زيات شوي چې د سولې خبرو کې يې طالبانو ته بيخي زيات امتيازات ورکړي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum