The news is by your side.

پاکستان له ترهګرۍ سربېره د غنمو تور بازار هم ګرم کړ

خبریال وېب پاڼه/پاکستان اوس له ترهګرۍ سربېره د غنمو تور بازار ته هم لاسونه را بډ وهل. دوی هڅه کوي له ترهګرو ډلو څخه په ګټې اخیستنې له افغانستان څخه په لویه پیمانه غنم خپل هېواد ته د تور بازار له لارو ولېږدوي.

پاکستان له کرونا سربېره اوس د ملخانو تر سخت برید لاندې راغلی دی او له همدې امله د غنمو له نشت سره مخ شوی دی. دوی به دې سهڅه کې دي چې د افغانستان له شته غنمو څخه استفاده وکړړي او خپل کثر پرې په نسبي توګه له منځه یوسي.

که څه هم افغانستان ته له څه مودې را په دې خوا له هند څخه د شاوخوا ۷۵ زره ټنه غنمو محوله را روانه ده او د هېواد په ګودامونو کې زخیره کېږي، خو بل خوا د افغان کروندګرو غنم په تور بازار کې پاکستان تر لاسه کوي او په دې برخه کې یې وسله وال طالبان ښه ملګري بلل  کېږي.

دغې چارې یو یو شمېر افغان چارواکي اندېښمن کړي دي او زیاتوي چې په دې سره به افغانستان هم د غنم د نشت له ستر ګواښ سره مخ شي.

غنم هغه خواړه دي چې افغانان یې ډېر کاروي او دا هېواد هر کال نږدې 6,3 میلیون ټنه غنمو ته اړتیا لري.

د افغانستان کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت او د صنایعو او کانونو خونه دا غوښتنه کوي، خو پاکستان ته له افغانستان په تېره د دغه هېواد له سوېلي سیمو د غنمو د قاچاق کره اندازه هم په لاس نه لري.

د کرنۍ او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، سره له دې چې هر کال افغانستان کې له 4,8 میلیون ټنو ډېر غنم تولیدېږي، خو دا اندازه کورنۍ اړتیا نه پوره کوي او افغانستان نږدې دوه میلیون ټنه اوړه او غنم له منځنۍ اسیا او پاکستان واردوي.

اوس د دغه توکي قاچاق د خوړو د امنیت اندېښنې ډېرې کړې او د چارواکو په خبره، وېره شته چې په کور د ننه د اړتیا وړ غنمو برابرول یا تامینول له ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان د تازه غنمو د کارېدو تاریخ ډېر وخت لري او د افغانستان خپلو ژرندو یا میلیونو کې د اړتیا له مخې اوړه کېږي، خو له پاکستان وراداتي اوړه د کارېدو کم وخت لري او د افغانستان ژرندې هم له فعالیت لوېږي.

د افغانستان د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، دغه وزارت له افغانستان پاکستان ته د غنمو د قاچاق په هکله په شکایتونو پسې له دې مخکې هم اړوند ادارو ته رسمي لیکونه استولي او د غنمو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلی رستمي دا هم وايي، چې په کور کې د دې توکي د محصول زیاتېدو سره بیا هم افغانستان غواړي له ګاونډیو هېوادونو دوه میلیون ټنه غنم وارد کړي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه هم د غنمو پر قاچاق اندېښنه ښيي او له افغان حکومت غواړي چې د دې توکي د نور قاچاق مخه ونیسي او پر وارداتي اوړو مالیه ډېره کړي.

عام افغانان هم دغې ستونزې اندېښمن کړي دي او وایي چې حکومت باید د غنمو د قاچاق مخه ونیسي او افغانان د غنمو له احتمالي بحران څخه وژغوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.