The news is by your side.

افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه!


خبریال وېب پاڼه –  څلورو لسیزو جګړو او وژنو افغانستان د سیمې د ترهګرو ډلو په مرکز بدل کړی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت نوې راپور له مخې څه باندې پنځلس ترهګري ډلې په مرکزي او سویلي آسیا کې فعاله دي چې د دغو ډلو جوړښت او پيل د افغانستان جګړو او یا هم د شوروي اتحاد ته ورګرځي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور په بنسټ د دې ډلو څخه ګواښوونکې یې د حقاني شبکه، داعش خراسان څانګه، د القاعده هند جزیره، ازبکستان اسلامي نهضت او لشکر طیبه دي چې د افغانستان په ډيرو خونړیو بریدونو کې لاس لري او د افغان دولت په وړاندې یې د طالبانو سره اوږه په اوږه جګړې کړې دي.

د حقاني ډله، چې د طالبانو تحریک مرستیالې هم په غاړه لري د دغو ډلو تر ټولو خطرناکه ترهګره ډله ده چې د امریکا اټکل له مخې شاوخوا درې تر پنځه زره جنګیالي لري. دغې ډلې په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بیلابیل سیمو کې تر ټولو زیات خونړي بریدونه ترسره کړې دي چې لاندې ښودل شوې دي.

په ۲۰۱۶ کال کې د ملي امنیت د برجسته رجال پر ریاست باندې خونړۍ برید

د  مي میاشت ۲۰۱۷ کال کې د زنبق په څلور لارې کې ځانمرګی برید

په ۲۰۱۸ کال کې د امبولانس په مټ د کابل صدرات څلور لارې کې ځانمرګی برید

او په ۲۰۱۸ کال کې د انتر کانتیننتال پر هوټل باندې ځانمرګی بریدونه.

دغې ډلې د کابل په لویدیځ کې په یو سل بستریز روغتون باندې دوه میاشتې مخکې برید تر سره کړو. په دغه برید کې یو شمیر میندې او نوي زیږدلي ماشومان ووژل شول.

همدارنګه افغان دولت دغه شبکه په ننګرهار کې د جنازې په مراسمو کې په ګډونکونکو باندې برید کې په لاس لرلو تورنوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت راپور له مخې، نه یواځې دغه ډله د وسلو او نشه یي توکو له لارې د عوایدو تر لاسه کوي، بلکې په پاکستان او خلیج هېوادونو کې د شتمنو کسانو لخوا پیسې تر لاسه کوي.

د داعش خراسان څانګه

دغه ډله، چې په ۲۰۱۶ کال کې رامنځ ته شوې ده، د پيل راهیسې یې یو شمېر خونړي بریدونه ترسره کړې دي. د دغې ډلې جنګیالي او ځانمرګي بریدګر د دولتي موخو تر څنګ لږکي هم په نښه کوي. دغه ډله د ودونو د مراسمو نه نیولې تر د هندوانو پر عبادت ځایونو باندې برید تر سره کړې دي. یوازې په ۲۰۱۹ او د ۲۰۲۰ کلونو په لومړیو میاشتو کې پر کابل او ننګرهار باندې څه باندې (څومره؟) بریدونه تر سره کړې دي چې څه باندې درې سوه تنه په کې وژل شوي او شاوخوا څلور سوه نور ټپې شوې دي.

.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت راپور له مخې، د دغې ډلې ډیرې جنګیالي د افغانستان د طالبانو پخواني تحریک، د افغانستان طالبان او د اوزبکستان اسلامي نهضت غړي جوړوي چې د افغانستان او پاکستان پولو په یو شمیر برخو کې فعال دي.

د القاعده نیمه وچې څانګه

سربیره پر دې چې له پاکستان سره د افغانستان د پولو ډیری برخې د القاعده ډلې د فعالیتونو ځای شمیرل کیږي خو د دغې ډلې د سویلي آسیا څانګه، په ځانګړي توګه افغانستان کې په وروستیو کلونو کې ځپل شوې ده. د افغانستان امنیتي ځواکونو تیر کال، د القاعده د دغې څانګې مشر عاصم عمر په هلمند کې وواژه. د القاعده نیمه وچه څانګه څو سوه جنګیالي لري او د حقاني ډلې یو له متحدینو څخه ده.

د هېواد په شمال کې فعالي ترهګري ډلې

د اوزبکستان اسلامي نهضت

د اسلامي الجهاد حرکت اسلامي اتحاد جهاد

د هېواد په شمال کې فعالې ترهګري ډلې دي چې ډیرې فعالیتونه یې د منځنۍ آسیا هېوادونو باندې متمرکز دي خو افغانستان هم د تیر وروستي کال په ترڅ کې د دغې ډلې د خونړیو بریدونو څخه کرار نه دی پاتي شوی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت راپور له مخې، دغه ډلې له پاکستان سره د افغانستان په پوله کې هم مرکزونه لري.

د اوزبکستان اسلامي نهضت چې د لسیزو راهیسې له القاعده، د افغانستان طالبانو او د پاکستان طالبانو سره اړیکه لري، خپل بریدونه یې د افغانستان شمالي ګاونډیو او دغه راز ځینو مواردو کې پاکستان باندې متمرکز دي. د دغې ډلې پخوانی مشر عثمان غازي چې د افغانستان په شمال کې طالبانو سره نږدې اړیکه لري، ویل کیږي په ۲۰۱۵ کال کې له داعش سره تر بیعت وروسته یې د طالبان قوماندانانو سره اختلاف پیدا کړو او د خپلو پخوانیو متحدینو له خوا وژل شوی دی.

د اسلامي جهاد اتحاد یا د اوزبکستان اسلامي جهاد، بله خطرناکه ډله ده. د دغې ډلې جنګیالیو په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان شمال کې د طالبان جنګیالیو په خوا کې د افغانستان حکومت پر وړاندې جګړه کوله او په ۲۰۱۵ کال یې د کندز په سقوط کې هم مهمه ونډه لرلي ده.

د افغانستان په سویل کې فعالې ترهګرې ډلې

جیش محمد، لشکر طیبه،

د سپاه صحابه جنګیالي،

او د پاکستاني طالبانو تحریک

له هغو خطرناکه ډلو څخه دي چې ویل کیږي د پاکستان دولت یې پر وړاندې لازمه مبارزه نه ده کړي او اجازه یې ورکړي چې دغه ډلې د هند او افغانستان پر وړاندې له پاکستاني خاورې څخه ګټه پورته کړي. د سپاه صحابه جنګیالي د ایدیولوژیکي پلوه، داعش ته ډیر نږدې بلل کیږي او د دغه ډلو په وروستیو کلونو کې د دولتي موخو په خوا کې، په افغانستان او پاکستان کې مذهي لږکي موخه ګرځولي دي. د امریکا په باور دغه ډله د افغانستان طالبانو سره نږدې اړیکه لري او د پاکستان په ښارونو کې خپلو جنګیالیو ته کورونه او نوې هویتونه برابر کړې دي.

د افغانستان په سویل کې فعالي ترهګري ډلې

په جمو او کشمیر کې د جهاد اسلامي حرکت

د بنګله دیش اسلامي جهاد حرکت

د المجاهدین یا انصارالامه

په جمو او کشمیر کې د جهاد اسلامي حرکت، د بنګله دیش اسلامي جهاد حرکت، د المجاهدین هم هغه ډلې دي چې له پاکستان سره د افغانستان په پوله کې فعاله دي، خو فعالیت یې تر ډیره پورې هند ته متمرکز دی او په وروستیو کلونو کې یې پر دغه هیواد باندې تر ټولو خونړي بریدونه پلان کړي دي.

ایډیټور: عبدالله خان / بریتانیا

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.