The news is by your side.

پاکستان له افغان سوداګرو غیر قانوني پیسې ټولوي

خبریال وېب پاڼه/ پاکستان کې د افغانستان د ټرانسپورټ ټولنه وایي، د توکو د انتقال په وخت کې پاکستان له افغان سوداګروغیر قانوني پیسې ټولوي.

پاکستان کې د افغانستان ټرانسپورتي ټولنې استازو غوښتنه وکړه، چې د پاکستان له لوري دې د غیر قانوني پیسو د ټولنې مخنیوی وشي.

دوی د پاکستان له لوري د غیر قانوني مالیاتو اخذ د ځنډېدو غوښتنه کوي.

سوداګرو او د ټرانسپورت ټولنې استازو د خیبر پښتونخوا له چارواکو غوښتي چې د افغان سوداګرو څخه د غیر قانوني پیسو د را ټولېدو مخنیوی دې وکړي او په خیبر پښتونخوا کې دې د افغانستان سوداګرو د توکو د انتقال لپاره په لارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان سوداګر د پاکستان له لوري له دوی څخه د غیر قانوني پیسو له اخیستلو شکایت کوي بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد سوداګرو د پاکستان پولیسو له لوري د غیر قانوني پیسو له اخیستلو شکایت او نیوکې کولې.

پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی چې تر ډېره یې د وګړو اړتیاوې او سوداګرۍ پر یو بل ولاړې دي او د سوداګرۍ اړیکو په ټکنۍ کېدو سره د دواړو هېوادونو د وګړو ورځنۍ اړتیاوې لا سختیږي.

د دواړو هېوادونو سوداګري تر ډېره د سیاستونو قربانې شوې هم ده.

افغانستان سره د پاکستان د سیاسي اړیکو په خرابېدو سره هر ځل پاکستان له افغانستان سره مهمې سوداګریزې لارې تړي او افغان سواګرو ته د صادراتو او وارداتو اجازه نه ورکوي چې ورسره افغان سوداګرو ته هم په میلیونونو تاوان اوړي.

څو اوونۍ وړاندې پاکستان د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تورخم او سپین بولدک سوداګریزې لارې تړلې وې، چې افغان سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه واړول خو د دواړو حکومتونو تر منځ تر تر ډېرو بحثونو وروسته په اوونۍ کې د شپږو ورځو لپاره پر پرانیستو یې پرېکړه وشوه.

تازه تېره ورځ وړاندې هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یو لاریون په ترڅ کې له پاکستان حکومت وغوښتل چې سوداګري دې له سیاست نه قربانوي او د یو ښه ګاونډي تمثیل دې بس کړي.

لاریونوالو د پاکستان قونسلګرۍ مخ ته لاریون کړی و او له پاکستان یې وغوښتل چې افغانانو ته دې ځواب ورکړي چې دوست هېواد دی ګه دوښمن، که له افغانستان سره دوستي کول غواړي د سوداګرو او خلکو د تګ را تګ پر مخ دې لارې نه بندوي او که نه نو له افغانستان دې خپلې ټولې نماینده ګۍ وباسي.

تر اوسه د پاکستان حکومت له لوري افغانانو ته کوم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.