The news is by your side.

نړیول بانک ۲۰۰ ملیونه نوره مرسته وکړه، پخوانۍ څه شوه؟

خبریال وېب پاڼه/نړیوال بانک په خپله وروستۍ خبرپاڼه کې ویلي دي چې له افغانستان سره به ۲۰۰ ملیونه ډالره مرسته کوي.

نړیوال بانک په خپله وروستۍ اعلامیه کې وایي چې له افغانستان سره به د کرونا وبا له امله د را منځته شوي بحران له امله ۲۰۰ ملیونه ډالره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې خپله مرسته کړې وه.

په دې وروستیو کې د کرونا لپاره د راغلیو پیسو په هکله اندېښنې هم زیاتې شوې دي. موده مخکې د شفافیت د څار ځینو بنسټونو خبر ورکړی ؤ چې د کرونا وبا پر وړاندې له ځانګړې شوې بودیجې څخه په ولایتي کچه څه د پاسه ۹۰ سلنه یې شخصي جېبونو ته تللې ده.

حکومت د کرونا پر وړاندې د فساد په ورکړل شویو راپورونو باندې هېڅ واضح دریځ وړاندې نه کړ او ولس ته یې ځواب ورنکړ. دوی نه یوازې په ولایتی کچه د بودیجې د ورک کېدو پوښشتنه ونکړه، بلکې بېرته یې د ټولو والیانو د ادلون بدلون لړۍ پیل کړې ده چې یوازې له یو ولایت څخه بل ته یې لېږدوي.

کارپوهان په دې باور دي چې حکومت د فساد د له منځه وړلو اراده نه لري ځکه په وینا یې که داسې یې کولی نو نوي او په کار پوه خلک به یې د چارو ګدۍ وال کړي وو.

د کرونا وبا په راتګ سره له ګڼو نړیوالو سازمانونو، هېوادونو او بنسټونو څخه مرستې راغلې چې ولس ته یې د لګولو سپیناوی ورنکړل شو، همدا لامل شو چې ډېری په کرونا اخته هېوادوالو دولتي روغتیایي سکټور ته له ورتګ څخه ډډه وکړه او په خصوصي روغتونونو کې یې خپلو درملنو ته را ودانګل.

اوس که څه هم د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې په کمېدو دي خو ګڼ شمېر روغتیا پالان بیا وایي چې حکومت له شخصي روغتونونو څخه د کرونا وبا ارقام نه را ټولوي او یوازي د دولتي روغتونونو پایلې اعلانوي، چې په وینا یې دا د مثبتو پېښو بشپړ حاج کېدی نه شي.

د نړیوال بانک له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ۲۰ ملیونري مرسته ځکه له افغانستان سره کوي، چې دغه هېواد د کرونا وایروس پر مهال له اقتصادي بحران سره مخ شوی و.

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې د اقتصادي بحران تر څنګ، افغانستان ک پانګونه هم مخ پر ځوړ وه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.