The news is by your side.

افراسیاب؛ پاکستان دې هم د ترهګرو شړلو ته مهالوېش وټاکي

خبریال وېب پاڼه/د کوزې پښتونخوا وتلي سیاستوال او د پښتنو د حقونو مدافع ښاغلي افراسیاب په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې پاکستان دې هم په خپله خاوره د ترهګرو شړلو ته مهالوېش وټاکي.

د افغان سولې لپاره د امریکایي سرتېرو د وتلو لپاره د مهالوېش له ټاکلو سره اوس تازه د کوزې پښتونخوا وتلي سیاستوال افراسیاب خټک ویلي دي چې پاکستان دې هم تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د د ترهګرو پالنې ته د اختمام لپاره ځانګړی مهالوېش اعلان او عملي کړي.

دا خبره وروسته له هغه کېږي چې ټاکل شوې ده د را روان زیږدیز کال تر نیمایي پورې تول امریکایي پوځیان له افغانستان څخه ووځي خو شرط دا دی چې په دې موده کې به وسله وال طالبان چې د پاکستان د څارګرې ادارې کلک ملاتړ له ځان سره لري، له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته کېني او سوله به کوي.

تر اوسه که څه هم حکومت د وسله والو طالبانو څه پاسه ۴۰۰۰ بندیان خوشي کړي دي، خو دغې اورپکې دلې تر اوسه په خپل دريځ کې هېڅ نرمښت نه دی ښودلی او خپل تاوتریخوالي یې جاري ساتلی دی.

که څه هم د ولسمشر غني په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو او سازمانونو سله وسله والو طالبانو څخه د تاوتریخوالي د اختمام غوښتنه کړې ده خو تر اوسه یې هېچا ته هم مثبت ځواب ویلی نه دی او هره ورځ له افغان وژنې سربېره عامه تاسیسات هم ورانوي.

افراسیاب خټک وایي چې پاکستان دې هم د امریکا په شان چې د خپلو سرتېرو وتلو لپاره یې ژمنه وکړه او ځانګړی مهالوېش یې ورته وټاکه، باید دوی هم په خپله خاوره د ترهګرۍ د ختمولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د وسله والو ډلو فعالیتونه ودروي.

نوموړي چې له یوه تلویزیون سره یې د سکایپ له لارې مرکه کوله، ټینګار وکړ چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې په سیمه کې ترهګري شنډه شي او د یوه با ثباته افغانستان لپاره کار وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او دغه راز د کوزې پښتونخوا مشهورو سیاسیونو وخت ناوخت پر پاکستاني ریاست تور لګولی دی چې د لوی افغانستان د نا امنه کولو هڅې کوي او تل په قبایلي سیمو کې ترهګرې ډلې روزي.

ویل کېږي اوس هم د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اوږدو کې د پاکستان د څارګرې ادارې لخوا د ترهګرو ډلو تمرینات او روزنه روانه ده. پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي تمویلوونکي هېواد بلل کېږي چې وخت ناوخت پرې د نړیوالې ټولنې لخوا هم فشارونه وارد شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance