The news is by your side.

بلخ کې دولتي قاچاقبران د افغانستان کانونه پلوري

خبریال وېب پاڼه/ له هېواد څخه بهر د بلخ د ډبرو سکرو قاچاق!

د بلخ والي سید وحید قتالي وايي ځینې دولتي کارکوونکي د سوداګرو سره په مرستې د محصول پرته د ډبرو سکاره قاچاقوي.

په بلخ ولایت کې چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ډبرو سکارو محصول راټولېدو له جدي ستونزو څخه مخ کړی دی.

د بلخ والي ټینګار کوي چې ځینې دولتي کارکوونکي د سوداګرو سره د مرستې په ترڅ کې په غیرقانوني توګه د دې ولایت د ډبرو سکاره قاچاقوي.

بل خوا بیا ځینې سوداګر چې د ډبرو سکارو په برخه کې فعالیت کوي د مخالفینو له لوري د باج اخیستو، د دولتي ادارو له لوري باج اخیستل او همدارنګه لویې لارو کې پولیسو څخه نیوکې کوي.

د ډبرو سکاره د افغانستان دولت لپاره یو له صاداراتي او ډېرو عواید لرونکو توکو څخه شمېرل کیږي چې تر ډېره د هېواد شمال کې کانونو څخه ترلاسه کیږي.

بلخ ولایت کې سیمه ییز چارواکي د دغو عوایدو پر حیف او میل کېدو اندېښنه څرګندوي او وایي، یو شمېر سواګرو سره همکارۍ کې د ځینو دولتي ادارو کارکوونکي، د ډبرو سکاره له محصول پرته او غیر قانوني توګه هېواد څخه بهر ته صادروي او دغه کار سیمه ییز حکومت د ډبرو سکاره محصول راټولو کې له جدي ننګونو سره مخ کړی.

له دې سره، ولایتي شورا او یو شمېر سوداګر چې د ډبرو سکرو برخه کې فعالیت لري، له نا امنیو او لویو لارو کې په تېریدونکو کمر بندونو کې له وسله والو مخالفینو او پولیسو له خوا پر غیر قانوني شوکونو نیوکه کوي او د دغو ننګونو د هواري غوښتونکي دي.

بل لور ته هم یو شمېر دغه سوداګر دلته راټول شوي او بلخ ولایت کې یې د ډبرو سکاره د سوداګرو د ټولنې څانګه رامنځته کړې.

دوی وایي د ډبرو سکاره د غیر قانوني صادراتو لامل شوي څو هغوی ونه شي کړای بهرنیو بازارونو کې سیالي وکړي.

د بلخ سیمه ییز چارواکي دغه راز وایي چې یو شمېر سوداګر د موټرو اضافه بارولو سره، د واټونو د ویجاړېدو لامل شوي دي.

هغوی د ډبرو سکاره د سوداګرو له تولنې غواړي څو د دغو اضافه باریو مخه ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.