The news is by your side.

پاکستان د پښتنو تعلیمي قتل لا پراخ کړ

خبریال وېب پاڼه/ د پاکستان د وزیرستان او پښتونخوا یو شمیر زده کوونکي وایي درې میاشتې وشوې چې د زده کړو لپاره د انټرنېټ غوښتنه کوي خوغوښتنه یې نه اوریدل کیږي.

دوی وايي د یو شمېر نورو سیمو زده کوونکي او پښتانه محصلین هم همدا ستونزه لري خو په خبره يې، چې د پاکستان پوځ مخابراتي شبکو ته د انټرنیټي خدماتو اجازه نه ورکوي.

زده کړیالان وایي د پاکستان او خیبرپښتونخوا ټولو پوهنتونونو کې انلاین زده کړې کیږي، خو وایي یواځې پښتانه محصلین ترې بې برخې دي، ځکه چې انټرنيټ ته لاس رسی نه لري.

د دوی په خبره پوځ په دې پلمه د خیبرپښتونخوا ځینو سیمو کې انټرنیټ ته اجازه نه ورکوي،چې ګنې ترهګر ترې ګټه پورته کوي.

دولتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان کې پښتانه شکایت کوي، چې ډیرکله پوځ ورسره توپيري چلند کوي او په یو بل نوم یې وژني.

کلونه کیږي په یاد هیواد کې د پاکستاني حکومت پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ لاریونونه ترسره کوي.

څه ورځې وړاندې هم د پي ټي اېم مشر منظور خان پښتین په خپلو وروستیو څرګندونو کې پاکستان ته په اشاره کې ویلي وو که غوښتنې یې ونه منل شي هغه څه به وکړي کوم چې پاکستان حکومت پرې دردیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ محبوب او منل شوي مشر منظور پښتین په ټینګارسرهرپاکستان ته د ګوتڅڼدنې په توګه وویل، چې که حق او غوښتنې مو و نه منئ، هغه څه به وکړو چې پرې دردېږئ.

په دې وروستیو کې پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ او د کوزې پښتونخوا د وګړو پر وړاندې بیا پاروونکي دریځونه خپل کړي دي او په یوه او بله بهانه یې د ځپلو هڅه کوي.

پښتین زیاته کړې وه که پاکستان د پښتنو خلاف پروپاګند کوي، تر څو چې دغه هېواد د پښتنو حقوق نه وي ورکړي، خپله مبارزه به جاري ساتي.

د پښتین په خبره، د پښتونخوا امن د پاکستان په لاس کې دی، کله چې وغواړي نا امنه کوي، کله چې وغواړي، امن کوي یې.

پښتین همداراز زیاته کړه پاکستان د پښتون ژوغورنې له غورځنګ او غړو څخه خار خوري، دوی غواړي مونږ محوه کړي او له دې لارې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

منظور پښتین ټينګار کړی دی، چې پاکستان په جګړو ډالر ګټلي دي او په جګړو کې خپلې ګټې ویني.

پاکستان دغه راز سیمه کې د ترهګرۍ په ستر تمویلوونکي او روزونکي هېواد په نوم پېژندل کېږي چې نړیواله ټولنه یې هم وخت ناوخت تر فشار لاندې راولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.