The news is by your side.

د ISI شبکه طالب مشران یو په بل تروروي

خبریال وېب پاڼه / خبریال د یوه طالب قومندان غږیز پیغام تر لاسه کړی دی چې نوموړی د پاکستان د څارګرې ادارې ټول هغه رازونه افشا کوي چې له مخې یې طالب مشران په خپل دام کې اچوي او بیا یو پر بل وژني.

د صادق په نوم دغه طالب قومندان چې د طالبانو د دوو نورو وژل شویوو قومندانانو د یتیمانو پالنه هم ور تر غاړې ده، په دې ارمان يې له ملا هیبت الله سره خبرې کړې دي چې د وژل شویو طالب قومندانانو کونډو او یتیمانو ته مرسته ترې وغواړي..

هیبت الله کوېټې ته بلنه ورکوي او ژمنه ورکوي چې هلته به د دوی ښه پالنه وشي او په وینا یې جنتي ژوند به ولري.

خو کسیه هغه مهال ترخه کېږي کله چې صادق نومي طالب کوېټې ته ځي او هلته له څه کم یوې میاشتې تم کېدو وروسته د خپلو طالبانو لپاره ورته د وژلو او ډارولو دسیسه جوړېږي، چې دا په خپله د آی اېس ای لخوا پلان شوې طرحه وه.

صادق چې د مرګ او ژوند تر منځ د یتیمانو په هکله سوچ کوي، د وېرې په اوج کې د پاکستان د څارګرې ادارې افسرانو ته پناه ور وړي او هغوی ورته وایي چې موږ به کارت درکړو، له موږ سره به همکار وې، د امارت ټول غړي زموږ همکاران دي او دوی به پوه کړو چې تا ته زیان و نه رسوي.

ترهېدلې صادق د ISI د افسرانو غوښتنې ته د مجبورۍ له مخې لبیک وایي او په دې تمه چې نور به یې له جنجال بېغمه شي، خپل ژوند د ارامۍ په نیت پیلوي خو کیسه نوره د وژنې په دریځ جوړ شوې او د دې لپاره چې د پاکستان څارګره اداره یې په خپله جوړه شوې لوبه را وڅرخوي؛ نو طالب مشران د یو بل په وسیله ترور کوي او یا یې د ډارولو په پلمه هغه کار ته را بولي چې پاکستاني استخبارات یې غوښتنه کوي.

د یادونې وړ ده چې هره میاشت او په زرګونه طالبان کوېټې ته ځي او هلته له ISI د ځانونو تر راجستر کولو وروسته یوه موده د دوی تر نظارت لاندې تېروي تر څو پاکستان وکولی شي دوی په خپل قید کې را ګیر کړي، کله چې ډاډه شي د دوی ټولې ګټې خوندي کولی شي بیا یې د خپلو شومو موخو لپاره افغانستان ته را لېږي.

صادق چې تازه د پاکستان د څارګرې ادارې په دام کې لوېدلی دی د یوه بل طالب قومندان نوم اخلي چي‌ خدای نظر نو میږي او له ده سره خپلوي هم لري، څو ځله یې د ده د وژلو پلان جوړ کړی. صادق که څه هم ډاډه دی چې وژلم یې نه ځکه په وینا یې زما د وژنې لپاره دومره اوږده مراحل په کار نه وو، نو ځکه خو ډاډه شوم چې دا د آی اېس آی په فرمایش زما ډارول غواړي او هڅه کوي موږ هغه څه وکړو چې پاکستان یې غواړي چې ډېری کارونه یې له منطق، اسلام او شریعت سره بیخي په ټکر کې وو.

نوموړی همداراز ټینګار کوي چې ډېری طالب مشران خپله د پاکستان په غوښتنه د نورو طالبانو لخوا وژل شوي دي او بیا یې پړه پر نورو خواوو اچولې ده.

په دغه ۱۳ دقیقه یي غږیز پیغام کې وړاندې راځي چې همدې حالاتو ته په کتو له کوېټې نه را ووتلم او بادغېس ته مې پناه راوړه، خو کله چې آی اېس آی او د دوی د لاس آلې طالبان را باندې خبر شول، ویې ګواښلم چې که بېرته رانغلې، واړه یتیمان او کوچینی ورور دې وژنو. صادق وایي چې واړه ماشومان یې څه موده بندیان کړي وو او دا چې زه یې زیات ځورولی وم، ورته ومې ویل چې ویې وژنئ خو نه درځم.

په دغه غږیز پیغام کې ډېر ناویلي رازونه افشا شوي دي. خبریال ډاډ کام اداره  هڅه کوي په راتلونکي کې هم د دغې کسیټ ځینې برخې له لوستوالو سره شریکې کړي او د پاکستان له شومو موخو ولس خبر کړي.

الطیب؛ د طالب جګړه حرامه، افغان ځواکونه پر حقه دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.