The news is by your side.

الطیب؛ د طالب جګړه حرامه، افغان ځواکونه پر حقه دي

خبریال وېب پاڼه/د مصر د الازهر لوی مفتي ښاغلي  محمد احمد الطیب په خپله وروستۍ فتوا کې ویلي دي چې په افغانستان کې د طالب جګړه حرامه خو د افغان ځواکونو مبارزه پر حقه ده.

د وسله والو طالبانو او نورو ورته ترهګرو ډلو ټپلو په وسله والو فعالیتونو باندې مخکې هم د بطلان او حرام والي فتوا ګانې ورکړل شوې دي، خو دا ځل د الازهر لوی مفتي ویلي دي چې افغان جګړه حرامه خو د افغان ځواکونو مبارزه پر حقه ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي نړۍ د مخکښو اسلامپالو لخوا افغان جګړه ناروا ګڼل کېږي، تر دې وړاندې د کعبې شریفې لوی امام هم په وار وار په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونو ته په اشارې ویلي وو چې دا یوازې فتنه اچوونکي دي او په وینا یې په افغانستان کې جګړه په بشپړه توګه ناروا ده.

ګڼ شمېر افغان دیني عالمان هم په دې باور دي په افغانستان کې د فساد او فتنې منشآ طالبان او نورې هغه ترهګرې ډلې دي چې د پردیو په اشاره په افغانستان کې خپل مسلمان وروڼه په شهادت رسوي، عامه تاسیسات ورانوي او ټول دیني ارزښتونه تر پښتو لاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تل په افغان جګړه کې د خلکوو له اسلامي احساساتو نه په ګټې اخیستنې تل هڅه کړې ده چې خلکو ته وښیي د دوی جګړه پر حقه او په وینا یې جهاد دی خو کله چې له امریکایي لوري سره د دغې ترهګرې ډلې د سولې تړون لاسلیک شو او بیا یې د افغان ځواکونو او له ملکي وګړو سربېره د عامه تاسیساتو په ورانولو لاس پورې کړ، اوس یې د دیني ارزښتونو د پالنې بهانه هم له منځه تللې ده.

په عمومي کچه هم خلک د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له فعالیتونو څخه ستړي شوی دي.

 محمد احمد الطیب وړاندې په خپله فتوا کې ویلي دي چې د جهل په لښکر کې ښکېل دي او په وینا یې د دوی جنازه هم جایز نه ده. ښاغلی الطیب زیاتوي:

(د افغانستان روانه جګړه حرامه او ورور وژنه ده، خو د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو مبارزه پر حقه ده. طالبان د جهل او ناپوهۍ لښکر دی او په دوی پسې جنازه نه کېږي)

د یادونې وړ ړده چې له امریکایي لوري سره د دغې وسله والې ډلې له هوکړې وروسته د افغانانو پر وړاندې او د عامه تاسیساتو په ورانکارۍ کې د طالبانو بریدونو شدت موندلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.