منظور؛ که مو حق رانکړئ، هغه کوو چې پرې دردېږئ

خبریال وېب پاڼه/د پي ټي اېم مشر منظور خان پښتین په خپلو روستیو څرګندونو کې باکستان ته په اشاره وایي، که غوښتنې مو و نه منئ، هغه څه به وکړو چې تاسې پرې دردېږئ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ محبوب او منل شوي مشر منظور پښتین یو ځل بیا پاکستان ته د ګوتڅڼدنې په توګه وویل چې که حق او غوښتنې مو و نه منئ، هغه څه به وکړو چې پرې دردېږئ.

په دې وروستیو کې پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ او د کوزې پښتونخوا د وګړو پر وړاندې بیا پاروونکي دریځونه خپل کړي دي او په یوه او بله بهانه یې د ځپلو هڅه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېر ماښام خیبر پښتونخوا کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، پاکستان فکر کوي دی قوي دی، خو په وینا یې دوی دې ډاډه اوسي، چې له مونږ ځواکمن نه دی، ځکه کله چې زمونږ قوم و، د دوی نوم هم شتون نه درلود. نوموړي په دې خبره د پښتون لوی ټبر او احمد شاهي برم ته اشاره کوله چې له مشهده تر ډهلي پورې دا خاوره د پښتون او افغانستان وه.

هغه ویلي، پاکستان د پښتنو خلاف پروپاګند کوي، تر څو چې دغه هېواد د پښتنو حقوق نه وي ورکړي، خپله مبارزه به جاري ساتو.

د پښتین په خبره، د پښتونخوا امن د پاکستان په لاس کې دی، کله چې وغواړي نا امنه کوي، کله چې وغواړي، امن کوي یې.

ښاغلي پښتین همداراز وویل چې پاکستان د پښتون ژوغورنې له غورځنګ او غړو څخه خار خوري، دوی غواړي مونږ محوه کړي او له دې لارې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

منظور پښتین ټينګار کړی دی، چې پاکستان په جګړو ډالر ګټلي دي او په جګړو کې خپلې ګټې ویني.

د پي ټي ام مشر یو ځل بیا د پښتنو تر منځ په یووالي ټينګار کړی دی او ویلي يې دي چې اتفاق کولای شي پښتانه خپل منزل ته ورسوي.

په دې وروستیو کې د پښتنو پر یووالي او را پورته کېدو باندې د پاکستان د څارګرې ادارې د غم ګراف لوړ شوی دی او هڅه کوي له هرې ممکنه لارې د دغو حق غوښتونکو پر وړاندې وژونکی دریځ وکاروي. تر اوسه یې د دغې غورځنګ لسګونه غړي شهیدان کړي هم دي خو د پي ټي اېم هلې ځلې ورسره لا زیاتې شوې دي

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ په ستر تمویلوونکي او روزونکي هېواد په نوم پېژندل کېږي چې نړیواله ټولنه یې هم وخت ناوخت تر فشار لاندې راولي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More