The news is by your side.

د ډیورنډ د دواړو غاړو پښتانه د سیاست قربانيان

خبریال وېب پاڼه/ د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو پښتانه د سیاست قرباني شوي.

د پاکستان او افغانستان حکومتونو تر منځ سیاسي وخت نا وخت کرکېچ له امله پاکستان د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو پښتنو سره ظلم کوي.

د دواړو حکومتونو ترمنځ د سیاسي ناندریو را پورته کېو له امله هر ځل پاکستان د تورخم او سپین بولدک سوداګریزې لارې تړي چې ورسره د دواړو غاړو پښتانه له بې کارۍ سره مخ کیږي.

پاکستان څو اوونۍ وړاندې هم یادې سوداګریزې لارې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په بهانه د هر ډول تګ را تګ پر مخ له امله تړلې وې، چې ورسره په زرګونو پښتانه ځوانان بې کاره شوي وو او د دواړو حکومتونو تر منځ له خبرو وروسته په اوونۍ کې د شپږو ورځو لپاره د خلاصېدو او تګ را تګ پرېکړه وشوه.

د پاکستان له لوري د چمن سوداګریزې لارې د بندیزونو له امله د زرګونو کسانو کاروبارونه اغېزمن شوي دي، د رسمي شمېرو له مخې په عادي ورځو کې أپر دغه دروازه شاوخوا ٤٥ زره کسان ترګ را تګ کوي.

د کندهار د سپین او بولدک او چمن لارې تړل کېدو په اعتراض پرون په سپین بولدک ولسوالۍ کې د خلکو له خوا لاریون وشو.

دغه لاژیون د ولس غږ د ملي او سیاسي بهیر له خوا تنظیم شوي او په لاره اچول شوي وو.

لاریون کوونکو ویل، چې د دواړو غاړو پښتانه په غیر قانوني توګه له یو بل بېل شوي او سوداګري د سیاست قرباني شوې ده.

لاریون والو د پاکستان د قونسلګرۍ تر مخه له نماینده ګۍ غوښتده وکړه چې د خپل حکومت سره دې د دې ستونزو پر حل خبرې وکړي او دوی ته دې سپیناوی ورکړل شي.

لاریون کوونکو ټیګار وکړ، چې پاکستان دې د یو ښه ګاونډي تمثیل بس کړي، او د دوی سوداګریزې او د خلکو تر منځ اړیکې دې د نا سم سیاست له امله نه قرباني کوي او د ښو اړیکو ير قایمېدو دې کار وکړي.

دوی د ګواښ په ډول د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې که ستونزې نه شي حل کولی او د یو ګاونډي په توګه ښې اړیکې نه شي پاللی خپلې نماینده ګۍ دې له افغانستان وباسي۔

د ولس د ملي او سیاسي بهیر له لوري تنظیم شوي لاریون کې ګډونوالو اته ماده اییزه پرېکړه لیک له محې په نړیوالو غږ وکړ، چې د دې ستونزې حل لپاره منځګړیتوب وکړي، دوی د دواړو هېوادونو تر منځ د لارو بندېدل د اسلامي قوانینو خلاف وبلل او له افغان حکومت یې وغوښتل چې د پاکستان سره د ستونزو د نه حل په صورت کې دې ورسره هر ډول ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.