The news is by your side.

کابل نن د سولې د دریمې نړیوالې غونډې کوربه دی

خبریال وېب پاڼه/د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په موخه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د را منځته کولو په نیت نن کابل د سولې په هکله د دریمې نړیوالې غونډې کوربتوب کوي.

افغان حکومت د افغان سولې په تړاو نن پنجشنبه د درېیمې نړیوالې غونډې کوربتو کوي.

راپورونه وايي، چې کابل نن د افغان سولې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه دی، په دې غونډه کې د تر ۲۰ ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه ولري.

تمه ده چې د کابل په دغې انلاین غونډه کې نن د یو شمېر نړیوالو سازمانونو، د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، ناټو او د افغانستان د ستراتېژيکو شریکانو استازي برخه واخلي.

خو په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو لخوا د تاوتریخوالي اوج نړیواله ټولنه سخته اندېښمنه کړې ده. دوی پر طالبانو غږ کوي چې د خپل هېواد پر بچیانو دې رحم وکړي او روانه جګړه دې ودروي خو دغې ترهګرې ډلې تر اوسه هېڅ لوري ته مثبت ځواب ویلی نه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد وایي، د دې غونډې کوربه به ولسمشر اشرف غني او نور جګپوړي دولتي چارواکي وي او په ‌کې به د اورکم، د بندیانو د تبادلې، د بین ‌الافغاني خبرو د پیلېدو او له کرونا سره د مبارزې لپاره د بشر دوستانه اوربند په څېر مسایلو به بحث وشي.

که څه هم طالبانو د اوربند لپاره هېڅ شین څراغ نه دی ورکړی خو بیا هم حکومت په دې هڅه کې دی چې د نړیوالو په مرسته پر پاکستان او طلبانو فشار راوړي تر څو تاوتریخوالی کم کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د طالبانو په لیکو کې د آی اېس آی وړې او لویې ډلې ټپلې په دې لګیا دي چې د طالبانو مخالفتونه نور هم زیات کړي تر څو د پاکستان لپاره له افغان حکومت سره د طالبانو په مخامخ مذاکراتو کې ګټې ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو هم کابل د ورته نړیوالو غونډو کوربه و چې په‌ کې د افغان سولې لپاره پر سیمه‌ ییزه اجماع او د سولې په اړه نور موضوعات وڅېړل شول.

لا څرګنده نه ده چې دغه ډول غونډې او د سولې سیمه ییزه اجماع به ګټه وکړي او کنه خو تر اوسه د طالبانو لخوا سولې ته هېڅ ډول هیله مندي نه تر سترګو کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.