The news is by your side.

طالبان د خپلو هېوادوالو امنیت نیوونکي وژني

خبریال وېب پاڼه/طالبان د خپلو هېوادوالو امنیت نیوونکي وژني، په کابل کې د آسټرالیا او کاناډا سفارتونو له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده او د طالبانو روانه جګړه بې منطقه دریځ بللی دی.

د آسټرالیا او کاناډا د سفارتونو لخوا به ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې د طالبانو روانو جګړه د منطق خلاف د خپلو هېوادوالو د امنیت نیوونکو پر وړاندې روانه ده چې په وینا یې باید ژر تر ژره ودرول شي او له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

دغه وله واله ډله چې تر اوسه یې د حکومت لخوا څه د پاسه ۴۰۰۰ بندیان هم خوشي شوي دي، د سولې لپاره یې هېڅ ډول نرمښت نه دی ښودلی او برعکس تاوتریخوالی ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

تازه نن سهار یې د وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې په یوه پوسته باندې د برید نیت درلود چې هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه شوی دی. په دغه پېښه کې عامو خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي او د ماشومانو او ښځو په ګډون یو شمېر ملکیان په خپلو کورونو کې ټپیان شوي هم دي.

د آسټرالیا او کانډا لخوا په ګډه اعلامیه کې راغلي:

مونږ د سولی پر فعالینواو پرافغان امنیتی ځواکونو چی دخلکو دخوندیتوب په هڅه کی دی، قصدی او ناوړه بریدونه په کلکه غندو.

مونږ ژوره اندیسنه لرو چی دطالبانو لخوا د افغان امنیتی ځواکونو پر وړاندی د تاوتریخوالی نه منونکی کچه د سولی لپاره د افغانستان د خلکو اوږد مهاله هیلی ګواښوی)

وړاندې په اعلامیه کې ویل شوي دي چې پر دینی عالمانو، روغتیایی کارکونکو، د بشری حقونو پر مدافعینو او قضایی کارمندانو باندی وروستی بریدونه د کرکی وړ دی. د دا ډول جنایتونو ترسره کوونکی په ښکاره ډول هڅه کوی تر څو د آزادو بحثونو مخه ونیسی، خو د تاوتریخوالی د پای ته رسیدلو او دافغانستان لپاره د یو روښانه او ټول شموله راتلونکی په هکله د مدنی ټولنی غږ څوک نشی بندولای.

دوی زیاتوی چې افغانان به خپلی ګډی موخی ته چی هغه د یو سوله ییز افغانستان، په کوم کی چی د خلکو هوساینه او هر اړخیزه ګډون مطرح وی، د خپل غږ له پورته کولو څخه لاس پر سر نه شی. دواړو سفارتونو ټینګار کړی چې دوی به د جنایتونو بشپړه څیړنه کوي تر څو مسئولین یی دمحاکمی میز ته راکش کړای شی.

خپرپاڼه کې وړاندې راغلي دي چې طالبان باید افغانانو او نوری نړۍ ته وښایی چې دوی په ښه نیت او د افغانستان د سوله ییزی راتلونکی لپاره د خبرو اترو او مذاکراتو هوډ لری.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.