The news is by your side.

پکتیکا کې نا امنیو د خلکو ژوند تریخ کړی

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیکا ولایت ځوانان او د ولایتي شورا یو شمیر غړي وايې، چې په وروستیو کې د پکتیکا په ډيری ولسوالیو او آن مرکز ښرنه کې امنیتي پېښې ډيري شوې.

دوی وایي په رڼا ورځ وسلوال کسان ښارونو ته ننوځي، د دولتي او امنیتي کسانو له وېشتلو وروسته په خوندې ډول له ښاره ووځي خو هیڅوک یې مخه نشي نیولای.

عظمت کټوازي چې په یاد ولایت کې مدني فعالیت ترسره کوي وایي په تېرو اتلس کلونو کې د پکتیکا امنیتي وضعیت په دومره لویه کچه نه وو خراب شوی لکه اوس چې خلک په ويره کې ژوند کوي.

نوموړی وايې د عامو خلکو ترڅنګ په ښار دننه  دولتي او امنیتي کسان هم په ښه زړه تګ راتګ نشي کولای.

د یاد ولایت یو بل اوسیدونکی بیا محمد عظیم بیا حکومت پړ بولي او وایي امنیتي او کشفې ادارې چې په خپله سل میترۍ کې د خلکو امنیت نه شي نیولی، نو د لرې پرتو ولسوالیو د امنیت خبره لرې خبره ده.

په یاد ولایت کې د پکتیکا ولسي استازي هم د نا امنیو خبره کوي.

د پکتیکا ولایتي شورا غړی عزیز وایي په دې ولایت کې په مرکز کې په رڼا ورځ د وسلوالو کسانو له لوري د ښار په زړه کې پر دولتي او امنیتي کسانو بریدونه ترسره کیږي.

دی زیاتوي امینتي ارګانونه دې په دې برخه کې لاس په کار شي ځکه دا حالت هیڅ یو پکتیکا وال ته هم د منلو نه ده.

عزیز امنیتي او کشفي ادارې کمزورې وبللې او زیاته یې کړه چې دا لویه کمزوري ده چې په یوه وړوکي ښار کې د دولت او عامو خلکو دښمن نه نیول کیږي او تښتي.

بل لورته بیا د یاد ولایت امنیتي مسولین د خپلو هڅو یادونه کوي.

د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد ارین وایي، پولیس شپه او ورځ د ډاډمن امنیت په موخه په دندو بوخت دي او هڅه کوي چې د پېښو مخه ونیسي.

نوموړی وايې په ښار کې د وروستیو بریدونو عاملین به ډير ژر ونیول شي او په وینا د نورو عاملینو په څير به دوی هم خپله سزا وویني.

د یادونې ده چې نه یواځې د پکتیکا اوسیدونکي له نا امنیو شکایتونه لري بلکې په ټول هېواد کې امنتي وضعیت ورځ تربلې په خرابیدو دی.

په دې وروستیو کې په ښرنه ښار سربیره هره ورځ له ولسوالیو څخه د بریدونو ، امنیتي پېښو او امنیتي سرتیرو د وژنې خبرونه ورکول کیږي.

وروستۍ دوه اونۍ د هیواد په کچه خونړۍ ځکه وې، چې په کې د مرګ ژوبلې راپورونه ډیر خپاره شول او خلک یې اندیښمن کړل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.