افغان جاپان روغتون کې د کرونا ٢١٠ ناروغان مړه شوي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان جاپان روغتون مسؤولین وایي، تر اوسه په دې روغتون کې د کرونا ٢١٠ تنه د ناروغان مړه شوي دي، خو ډېری ناروغانو بیا د کرونا سربېره نورې ناروغۍ هم درلودې.

په کرونا یا کووېډ١٩ ناروغۍ ډېری اخته کسانو ته نورې ناروغۍ هم د دې لامل شوي دي چې ناروغان ژوند وبایلي.

په افغان جاپان روغتون کې مسؤولین وايي چې په پلازمینه کابل کې د کرونا ویروس خپرېدو له پيل څخه تر نن ورځې ٢١٠ ناروغان په دې روغتون کې مړه شوي دي چې ډېری  ناروغانو بیا ساه بندي ، شکر او زړه ناروغۍ هم درلودې.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، په تېرو اوونیو کې داکسیجن او تنفسي دستګاوو کمښت د دې لامل شوی چې پر کرونا ویروس یا پر کووېډ١٩ ناروغۍ اخته ډېر کسان مړه شي. په خپله د ولسي جرګې او مشرانو جرګې زیات شمېر غړي هم پر کرونا یا کووېډ١٩ ناروغۍ اخته شوي دي.

کرونا اوس مهال ټولې نړۍ ته په یو سرخوږي بدله شوې، چې ورځ تر بلې یې مثبت یې پېښې په زیاتېدو دي. چې په ټوله نړۍ کې په امریکا او برازیل کې پرې زیات کسان اخته او مړه شوي.

افغانستان کې یې هم په هرو ٢٤ ساعتونو کې په سلګونه مثبتې پېښې ثبتیږي او یو شمېر هغه ناروغان چې روغتیایي وضعیت یې بد وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې لا هم په روغتونونو کې د مرګ او ژوند سره لاس او ګریوان دي.

افغانستان کې د روغتیایي توکو او په ځانګړې توګه د تنفسي دستګاوو کمښت هغه ستونزه ده چې له امله یې د کرونا ناروغانو روغتیایي وضعیت کړکېچن کړی دی.

له دې سره هم مهاله په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ پېښې را کمې شوي، محدودیتونه نرم شوي او خلک بېرته خپلو عادي کاروبارونو ته ور ګرځېدلي دي.

بل لور په افغانستان کې د کرونا له امله تړل شوي دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د بیا خلاصېدو امر شوی، چې د روانې چنګاښ میاشتې په ٢١مه نېټه به پوهنتونونه بېرته پیل شي.

تر دې دمه د پوهنې وزارت له لوري د ښوونځیو د ژر یا وروسته پرانیستل کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د آزموینو ملي کمېټې له لوري د کانکور ازموینې د اخیستل کېدو تابیاوې هم نیول شوي دي.

په افغانستان کې هم ورو ورو د کرونا ویروس د مخنیوي له کبله تړل شوې دولتي او خصوصي ادارې خلاصیږي او ډېر ژر به ټول دولتي او خصوصي کاروبارونه عادي حالت ته را وګرځي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More