The news is by your side.

د بې وزلو افغانانو ۴۹ میلیونه ډالرو مرستې سره به څه کیږي!

خبریال وېب پاڼه / د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان یا (W F P) وایي، چې د امریکا له پراختیايي ادارې یې ۴۹ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې له دغه مرستې به بېوزله وګړو ته د خوړو په تیارولو او همدا راز د افغانستان په هغو سیمو کې د فقر په له منځه وړلو کې ګټه اخیستل کېږي چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله ځپل شوې دي.

افغانستان یو له هغو هیوادونو شمیرل کیږي چې ډيری خلک یې له فقر ځوریږي او لوی لامل یې جګړه یادیږي.

عام خلک وايي، هره سیمه کې زرګونه کورنۍ له لوږې سره مخ دي خو حکومت ورته هيڅ پاملرنه نه کوي.

دوی وايي که حکومت د بیوزلو خلکو لاسنیوی ونه کړي نو ښايي د لوږې له امله لوی بشري ناورین رامنځته شي.

بل لورته د نظر خاوندان بیا لوږه د او بیوزلي چې لوی لامل یې جګړه یادیږي د هېواد روان حالت لپاره په زیان بولي.

حقوقپوه عزیز خبریال وېپ پاڼې سره په خبرو کې وویل که حکومت په هیواد کې د لوږې مخه ونه نیسي ډیری خلک به یا په قاچاقي ډول بهر ته لاړ شي او یا به په هیواد دننه د دولت ضد ډلو سره یوځای شي.

دی زیاتوي اوس هم ډیری ځوانان د کار دنشتون له امله د دولت وسله والو ډلو ته ځي او د دولت پر ضد جنګیږي.

د عزیزي په خبره اوس هم یو شمیر یې چې په هیواد دننه اوسیږي په سلګونه یې په ښارونو کې په سوال کولو بوخت دي او یو شمیر ځوانان شته چې د نشه یي توکو قاچاق او دغه راز یې غلاوو ته مخ کړې ده.

بل لورته بیا عام خلک په دې برخه کې حکومت ملامته بولي او وایي، ډیرکله د دوی په نوم نړیوالې مرستې چارواکي حیف و میل کوي.

دوی وایي په هغه اندازه نړیوالې مرستې چې افغانستان کې د بیوزلۍ د ختمیدو په خاطر شوي که رسیدلي وایي ښايي هیڅ بیوزله پاتې نه وای.

عبدالعلي چې له ډیرې ناچارۍ سوال کوي وایي، د تیرې روژې مبارکې په میاشت کې یې ډیره هڅه وکړه خو چا ورته د وچې ډوډۍ د ویش کارت ور نکړ.

دی وایي، د دوی په کوڅه کې داسې لسګونه کسان وو چې د پيسو حساب یې نه کیده خو کارتونه یې ترلاسه کړي وو او د حقدارو حق یې خوړ.

عبدلعلي وايي، ډير شکایتونه یې وکړل خو چا یې غږ وانه وریده او نه یې هم چا لاسنیوی وکړ.

اوس وایي بله لار نه لري مجبور دی سوال وکړي او بل لاس اوږود کړي.

یواځې دی نه دی چې له ناچارۍ سوال کوي ده ته ورته سلګوه کسان دهیواد په ښارونو کې په سوال کولو بوخت دي او حکومت یې غمه نه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.