The news is by your side.

طالبان د ۱۵۵ پاکستاني بندیانو خوشې کول غواړي

خبریال وېب پاڼه / روسي رسنۍ وایي د طالبانو په سپارل شوي لېست کې په پاتې زندانیانو کې شاوخوا ۱۵۵ کسه یې پاکستاني جنګیالي دي.

روسي رسنۍ سپوتنیک وايي، باوري سرچینو ورته ویلي، چې د طالبانو په پاتې شپږ سوه کسانو کې داسې بندیان شامل دي چې دوی د امریکا یا نورو هېوادونو په تور لېست کې دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه راز ۱۵۵ کسه یې هغه پاکستاني جنګیالي دي، چې له افغان پوځیانو سره په مخامخ جګړه کې نیول شوي دي.

دغه سرچینې ویلي، چې پر دې زندانیانو ناندرۍ روانې دي او امریکا هم په دې برخه کې د افغان حکومت په لوري ده.

راپورونه وایي، چې امریکايي لوری هم ټینګارکوي، چې په تور لېست کې شامل او بهرني جنګیالي دې نه خوشي کېږي.

خو طالبان بیا د زندانیانو خوشي کول د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره مهم شرط بولي.

بل لورته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې په دې لېست کې هېڅ بهرنی او یا داسې بندي نشته چې په تور لېست کې شامل وي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وروسته له هغې د بندیانو پر سر ناندرۍ ډيرې شوي کله چې افغان حکومت د څه باندې ۵۰۰ بندیانو له خوشې کولو ډډه وکړه.

افغان حکومت ویلي په دې کې هغه بندیان شتون لري چې جرمونه یې غټ دي.

خو طالبان بیا پر خپل لیست ټینګار کوي او وایي که د دوی د لیست له مخې بندیان خوشې نه شي نو بین الافغاني خبرې به پیل نه کړي.

تازه راپورونه وایي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د زندانیانو پر سر رامنځ ته شوې ستونزه هم حل شوې ده.

یو شمېر باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې طالبان به د زندانیانو یو نوی لېست افغان حکومت ته سپاري او له مخې به په پخواني لېست کې د راغلو د ۵۹۲ بندیانو پر ځای په همدې شمېر نور کسان په ګوته کېږي او د افغان حکومت له زندان خوشي کېږي.

د وروستیو شمېرو له مخې تر دې دمه ۴۰۱۹ طالب زندانیان د افغان حکومت له لوري خوشي شوي دي او طالبانو بیا د افغان حکومت ۷۳۷ زندانیا خوشي کړي دي.

افغان حکومت تر دې وړاندې ویلي وو چې د طالبانو په لېست کې راغلي هغه طالبان نه خوشي کوي چې دوی شخصي جرمونه لري او په اړه یې د خلکو شخصي ادعاوې پرتې دي.

د طالب بندیانو د خوشې کیدو سربیره نن کابل د سولې د یوې نړیوالې غونډې کوربه هم دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.