The news is by your side.

د بورډ جنجالي اجرائیه ریاست، د بدمرغیو سرچینه

خبریال وېب پاڼه/د تېر ملي یوالي حکومت کې اجرائیه ریاست را منځته شو او دا څوکۍ د هېواد هر سکټور او ادارې ته لاړه. کرېکټ بورډ هم چې وړاندې یوازې د رییس لخوا اداره کېده، پینځه کاله وړاندې ورته اجرایه ریاست زیات شو او له همدې ځایه د کرېکټ بورډ بربادي پیل شوه.

د کرېکټ بورډ ادارې ته د اجرایه ریاست په راتګ سره په دغه اداره کې د بدبختیو پاڼۍ پرانیستل شوه او د فساد او سیاسي لوبو هر اړخیزه ډګر ساتنه په کې وشوه. د لوبغاړو تر منځ د دواړو مشرانو (اجرایه او عمومي مشر) لخوا د کرکې، بې اتفاقۍ او خود غرضۍ اورونه بل شول. ټول یې یو د بل پر وړاندې را پورته کړل او په نړۍ کې یې هم د هېواد برم پرې زیانمن کړ.

همدا لامل ؤ چې تېرو پینځو کلونو کې د بورډ ادارې ته څلور ځله مشرتابه بدل شو خو نه یوازې اداره ورسره جوړه نشوه، بلکې تر بد هم بدتره شوه. د مینوالو مینه او هېواد لپاره یې د لوبو جنون زیانمن کړ او په ټوله کې د کرکې یو په تنور بدل شو.

دا بدبختي د تېر مشرتابه عاطف مشعل او اجرایه رییس شفیق سانکزي پر مهال پیل شوه. دوی دواړو د خپلو څوکیو د ساتلو لپاره د لوبغاړو له احساساتو، پاکۍ او بې طرفۍ بده استفاده وکړه او یو شمېر مشهور لوبعاړي یې خپل اجېنټان جوړ کړل، خو کله چې په بورډ کې ستونزې اوج ته ورسېدې، په ولسمشر باندې فشار زیات شو، نو دواړه مشران یې په لږ ځند له بورډ څخه وویستل.

بدمرغي هغه مهال زیاته شوه چې له بورډ څخه د عاطف مشعل د ویستلو سره یې نوموړی په پاکستان کې د افغانستان سفیر کړ او تر دې لویه تېروتنه بیا دا وه چې همدا عاطف مشعل یې د بورډ لپاره غایبانه سلاکار او مرستیال وټاکه. په دې سره د د عاطف او شفیق ستانکزي پر مهال نه یوازې شوي فسادونه پټ پاتې شول، په دغه اداره کې د بدبختیو لړۍ هم جاري وساتل شوه.

عاطف مشعل اجرایه ریاست ته خپل خوښی کس (اوسنی مشر لطف الله ستانکزی) راوست، تر څو وکولی شي په بورډ کې د لومړي پړاو APL فسادونه او نورې ورته بد رنګۍ پټې وساتي.

ویل کېږي اوسنی اجرایه رییس دوبۍ ته په ویزه کې ستونزه لري او د کرېکټ د نړېوالې شورا په ګڼو غونډو کې د افغانستان استازیتوب ته حاضر شوی نه دی خو بیا یې هم په دغه څوکۍ باندې پښه خښه کړې ده.

دوی نه یوازې په نړیواله کچه د افغانستان نوم بد کړ، بلکې په کور د ننه یې هم د مینوالو زړونه په تدریجي ډول مات کړل.

د کرېکټ یو شمېر مبصرین او بورډ ته نیږدې کسان په دې باور دي چې په دغه اداره کې مافیایي کړۍ دومره ژورې تللې دي چې په آسانۍ ولسمشر هم و نه توانېږي وړ کسان په کې وګماري ځکه په وینا یې وار له مخې ځینې کړۍ لګیا دي او د خپلې خوښې کسانو د ګمارنې لپاره له ارګ سره اړیکې نیسي.

ځینې کرېکټ پوهان په دې باور دي چې په بورډ کې باید اجرایه پوسټ له منځه یوړل شي او د پخوا په څېر دې د یوه مشرتابه لخوا بورډ اداره شي تر څو هم د فساد مخه ډب شي او هم چارې په داخل کې وړ کسان وګماري.

دوی وایي که دغه پوسټ د بورډ په چوکاټ کې فعالیت کوي، باید حق الزحمه یې کمه او واکونه یې عمومي رییس ته ورکړل شي تر څو د بدمرغیو مخه ونیول شي. ویل کیږي لطف الله ستانکزی د مياشتې ۳ لکه او ٦۵ زره افغانۍ د افغانستان له کرکت بورډ معاش اخلي، چې د ورځې په حساب ۱۸ زره ۲۵۰ افغانۍ راځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.