The news is by your side.

د کونړ امنیه قومندان د قیمتي لرګیو په قاچاق کې ښکېل دی

خبریال وېب پاڼه/ د کونړ په ځنګلونو لا هم هماغسې چور تالان ګډ دی، له ځنګلونو یې ونې وهل کیږي او قیمتي لرګي یې له کونړ نه قاچاق کیږي، خو پر وړاندې یې د کونړ امنیتي چارواکي غلي دي.

که څه هم د کونړ ولایت څخه په لویو لارو د لرګیو پر راوړلو بندیز لګېدلی او له څو کلونو راهیسې په لویه لار قاچاق بند شوی خو لا یې هم ځنګلونه وهل کیږي او قیمتي لرګي یې قاچاق کیږي.

د کونړ څخه قیمتي لرګي د کونړ د امنیه قومندان او نورو امنیتي چارواکو په مرسته قاچاق کیږي او په ګټه کې یې دوی هم ور شریک دي.

د کونړ په چپه دره او پېج دره ولسوالیو کې د نښترو او لمنځو ونې وهل کیږي او د امنیتي چارواکو په مرسته په پټه یې له کونړ نه لرګي ویستل کیږي.

د کونړ ولایت اوسېدونکي وایي، هره ورځ د کونړ ځنګلونه وهل کیږي، زیاته برخه وهل شوې خو د پاتې برخې وهل یې لا هم روان دي. چې د قاچاق لپاره چمتو کیږي او د حکومت وسله وال مخالفین هم ترې باج اخلي.

د چپې درې او پېچ درې ولسوالیو ځایي اوسېدونکي چې هره ورځ د ځنګلونو وهل او قاچاق کېدل په خپلو سترګو ګوري وایي، که د ځنګلونو پر وهلو او د لرګیو په قاچاق د حکومت لاس بر هم وي نو ځکه یې مخه نه نیسي چې د چارواکو ګټه هم په کې ده.

یو شمېر کسان چې هره ورځ د لرګیو بار موټرونه ګوري وایي، چې په دې کې ښکېل کسان وایي دا زاړه لرګي دي او نوي نه وهل کیږي، خو د کونډ ځنګلونه نور په خلاصېدو دي ځکه هره ورځ یې ونې وهل کیږي.

د کونړ له پېچ درې او چپې درې ولسوالیو څخه قیمتي لرګي په غرونو او درو ننګرهار ښېوې ولسوالۍ ته انتقالیږي او هلته خرڅیږي.

که څه هم ننګرهار کې هم د لرګیو پر لېږد بندیز لګولی خو بیا هم د کونړ قیمتي لرګي د شپې له خوا په سختو لارو د ننګرهار ښېوې ته را قاچاق کیږي او د لارې په اوږدو کې په کې چارواکي او پولیس هم رشوت اخلي او په دې چاره کې د کونړ امنیه قومندان او امنیتي چارواکي مستقیماً ښکېل دي او د دوی په مرسته دا چاره ترسره کیږي.

د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ ته د کونړ لرګي په غرونو رغونو په اسونو بار قاچاق کیږي چې داعش او طالبان تر هم د لرګیو پر سر زرګونه کالداري باج اخلي، چې له رویه یې په کونړ کې همدا ترهګرې ډلې ښه دارومدار لري.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال بار بار پر لویو لاو د کونړ د لرګیو د انتقال خبر رد کړی او وایي، چې همدومره مو له وسې ده چې په لویه لار د لرګیو د قاچاق مخه ونیسو، د کونړ لرګي له هغو سیمو قاچاق کیږي چې په کې وسله والو مخالفین فعالیت لري او دا د امنیتي چارواکو کار دی،چې د لرګیو د قاچاق مخنیوی وکړي.

موږ په دې تړاو د کونړ امنیتي چارواکو او په ځانګړې توګه د کونړ د امنیه قومندان د غبرګون د را اخیستلو هڅه وکړه خو نوموړی خبرو کولو ته حاضر نه شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.