The news is by your side.

د سیاسیونو او سیاست پوهانو توپیر!

خبریال وېب پاڼه/ مونږ او تاسې ټول په ورځنیو ناستو ولاړو او خبرو اترو کې د سیاست کلیمه ډېره کاروو دا چې سیاست پوهنه او سیاست څه دی درته وایم یې:

سیاست پوهنه علم دی چې په په واسطه یې پوهیږو سیاست څه ډول تګلاره ده، مګر سیاست کول هنر دی او د ورځنیو او حتی د اوږد مهاله چارو له کنترول او ادارې عبارت دی، یو څوک کلونه،کلونه کېــږي د سیاست استادي کوي مګر سیاست نه کوي؛ هو خو دلته به یوه بله ډله خلک هم تر سترګو کېږي چې سیاست یې نه دی لوستی مګر سیاست یې کړی او یا یې هم کوي، مخکې مې یادونه وکړه چې سیاست هنر او سیاست پوهنه علم دی او دا خبره په پورته دواړو ډلو کې صدق کوي.

که لنډ خپل هیواد ته راشم او د دې دواړو ډلو خلکو مثالونه درته د اشخاصو په یادونه وړاندې کړم نو پوهېږئ چې پورته مې څه ویلي دي، مثلا دوکتور اشرف غني تاریخ لوستی او عبدالله د طب داکتر دی خو عملا دواړه سیاست کوي او یا هم داکتر نجیب الله د طب داکتر وو مګر ګلبدین حکمتیار او احمدشاه مسعود انجینران وو/دی او یا هم استاد سیاف شرعیات لوستي خو ټولو یې سیاست کاوه/ کوي یې.

په هغه بله ډله کې د سیاست تکړه استادان نصرالله ستانکزی او ودیر صافی هماغه ډول استادان دي او د سیاست پوهنې په برخه کې یې شاید بې حده شاګردان روزلي وي مګر سیاسیون نه دي او یا له دې جملې د خپل پوهنځي د تکړه استادانو یادونه هم کولی شم!

تاسې به یوه بله ډله خلک هم لیدلی وي چې د ادبیاتو د علم او کار تر څنګ سیاست هم کوي او یا یې د کولو اراده لري چې په بېلګه کې یې درته بهاءالدین مجروح او اسمعیل یون درکولی شم، یا مثلا زه همدا اوس سیاست لولم خو دا مالومه نه ده چې زه به په سیاست کې شامل شم که به د دې برخې استاد شم خو د دې تر څنګ له پخوا ادب هم پالم نو له دې مالومېږي چې دلته سیاست او ادب د یوې سکې دوه مخه شول.

سیاست پوهنه ولې ضرور ده؟

سیاست پوهنه نه یوازې د دې لپاره چې څاروونکی او لوستونکی یې باید په راتلونکي کې د دې برخې استاد او یا هم په سیاست دخیل واوسې اړینه ده، بلکه د دې لپاره هم اړینه ده چې پوه شو سیاسیون څنګه او څه ډول دغه هنري لوبه لوبوي سر مو خلاص وي!

تاسې به په ټولنیزو رسنیو او یا هم ورځني ژوند کې لیدلي وي چې ځینې خلک څرنګه د چا سیاسي لوبه ور خرابوي، دا د سیاست پوهنې او په خلکو کې د سیاسي بصیرت د پیاوړتیا او فکري ځواک پایله شمېرل کېږي؛ او یا به مو دا جمله هم ډېره لوستي او اورېدلې وي چې (مونږ نور د چا په سیاسي باټو او وعدو نه غولېږو) چې همدا د سیاست او سیاست پوهنې د یو بل مهم او مشترک اصل (تجربې) بېلګه ده!

سباوون مومند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.