د سولې ولسي حرکت: د جګړې ښکېل لوري دې ولس منځګړی کړي
خبریال وېب پاڼه /ننګرهار کې هم د سولې د ولسي حرکت غړو د یوه سوله ییز لاریون پرمهال د جګړې ضد شعاورنه ورکول او سولې غوښتنه یې کوله.
دوی د خپل لاریون پرمهال په افغان دولت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې نوره افغان وژنه بنده کړي او د سولې لپاره د مذاکراتو په یوه ټغر سره راټول شي.
ننګرهار کې د سولې د ولسي حرکت ولایتي مسوول ملک فاروق ستانکزي د لاریون پرمهال خبریال وېب پاڼې ته وویل:
((دوه دښمنان هېڅکله هم د درېمګړي پرته روغې ته نه کښېني، او درېمګړی ولس دی او د ننني لاریون کې دوی هم همدې لپاره راټول شوي، دا حق باید افغان ولس ته ورکړي، ولس ته دې یوازې د جنازو حق نه ورکوي، د خبرو حق هم دې ورکړل شي.))
د سولې ولسي حرکت یو بل غړي ناصرخان بیا وویل، وسله والو طالبانو تیر کال دوی ته د دوی له لوري د جګړې دوام اشغال یاد کړی وو.
دی وایي طالبانو ورته یاده کړې وه چې افغان خاوره اشغال ده نوځکه دوی جګړه کوي.
د ده په خبره اوس چې بهرني ځواکونه په وتو دي، په کار ده چې جنګ ودرول شي او بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
د سولې ولسي حرکت یو بل غړي ميروس مېلمه پال بیا په هیواد کې د جګړې د دوام پر علت خبرې کوي.
دی وایي جګړې ځکه دوام پیدا کړ، چې په کې بیوزله افغانان ووژل شول او غږ یې چا نه اوریده.
د میلمه پال به خبره کې په جګړه کې د لوړپوړو چارواکو اولادونه ووژل شي نو باوري دی چې ډير ژر به جګړه ودرول شي.
ننګرهارکې د ولسي حرکت غړو د لاريون په پای کې يو پرېکړه لیک هم ولوست، چې په یوه ماده کې يې راغلي لیکلي ول: (( د سولې ولسي حرکت رهبري شورا په ولس غږ کوي چې موجوده حالت په هر ډول د زغملو وړ نه دی، په کار ده چې ولس راپورته شي او د خپلې خاورې او ملي ناموس په مېړانه ساتنه وکړي.))
د سولې ولسي حرکت داسې مهال د جګړې ضد لاریونونه ترسره کوي چې تازه طالبانو ویلي که افغان حکومت د دوی په سپارل شوي لېست کې شته طالب بندیان خوشې نه کړي نو بین الافغاني خبرو ته به حاضر نه شي.
خو افغان حکومت بیا ویلي، هغه طالب بندیان به خوشې نه کړي کوم، چې طالبان پرې ټینګار کوي ځکه د دوی په وینا دا کسان درانه جرمونه لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.