تېر۶ میاشتې د هلمند ماشومانو ته ترټولو خونړۍ وې

خبریال وېب پاڼه/ هلمند کې د بشري حقونو ساحوي دفتر مسولین وایي په تېرو شپږو میاشتو کې په دې ولایت کې ۵۴۶ ماشومان ټپيان او ۲۰ نور وژل شوي دي.

په هلمند کې کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر د اړيکو او معلوماتو مسؤل مقيم عليزی وايي، چې دغه شمېرماشومان د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې مړه او ژوبل شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د جګړې دواړه غاړې لا هم د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه نه‌ کوي.

د جګړې له ښکیلو خواوو تل دا غوښتنې شوي، چې دوی دې په جګړه کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي خو څنګه چې لازمه ده لاهم عام افغانان د داوړو لوریو په جګړه کې وژل کیږي.

هلمند کې د ملکي تلفاتو تر ټولو بوږنوونکې پېښه په سنګين ولسوالۍ کي وه، چې د ملکي خلکو په يوه مېله بازار کې تر څو چاودنو وروسته ۳۰ نفره ووژل شول او ۲۵ ټپيان شول.

حکومت وویلې، چې په هلمند کې دا بوږنوونکې پيښه وسله والو طالبانو کړې خو برعکس وسله والو طالبانو یې په غبرګون کې وویلې، چې دا پيښه دوی نه ده کړې او حکومت کړې ده.

په دې وروستیو کې که څه هم د سولې ناستې تودې روانې دي خو بیا هم ترڅنګ یې جګړه په شدت سره زور اخلي.

دواړه لوري هره ورځ خپلو مخالفو لورو ته د تلفاتو د اوښتو خبر ورکوي.

ډیری په دې باور دي که جګړه همداسې دوام ولري نو د تلفاتو کچه به نوره هم لوړه شي او ترڅنګ به یې ملکیان بیا د تیر په څير له درنو مرګ ژوبلو سره مخ شي.

د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د کال په لومړیو کې روان کال د بشري حقونو لپاره یو ناوړه کال بللی وو او هیله یې ښودلې وه چې د جګړې ښکېل لوري به د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

سره له دې چې هم افغان حکومت او هم وسله وال طالبان د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته ځانونه ژمن ښايي خو عام خلک وایي، دواړه لوري عام ولس وژني.

افغانستان کې ماشومان نه یواځې دا چې د جګړې قربانیان دي ترڅنګ یې په میلیونونه شته چې دې جګړې یتیمان کړي او د کورنۍ د ساتنې درانده بارونه ورترغاړې دي.

عام افغانان وایي، که په جګړه کې ښکېل اړخونه د دوی خوندیتوب ته پاملرنه ونه کړي نو ښايي د ماشومانو راتلونکی یې ډیر بد وي.

دوی له ښکیلو خواوو غواړي چې تاوتریخوالی کم او بین الافغاني خبرې پيل کړ څو امن راشي او ټول د پرمختګ پر لور ګامونه پورته کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More