The news is by your side.

د چابهار پټلۍ، له پاکستان سره سوداګري نوره هم محدودوي

خبریال وېب پاڼه/ټاکل شوې ده له چابهار بندر سره د ایران په همکارۍ د اوسپنې پټلۍ وصل شي، په دې سره به افغان تاجرانو ته صادرات او واردات نور هم ارزانه تمام شي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې دغه هېواد به افغانستان له چابهار سره د اوسپنې پټلۍ له لارې ونښلوي، چې د اقتصادي شنونکو په وینا په دې سره به افغان تاجران د پاکستان د سوداګیز قید نه نوره هم د آرام ساه واخلي.

په وروستیو لسیزو کې له پاکستان سره سوداګرۍ کې افغان تاجران په ملیاردونو ډالره زیانمن شوي دي. که څه هم د دغې دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي خو د سیاسي ښکېلاک پر مهال سوداګري هم محدوده کېږي چې داړو لوریو ته سوداګر اغېزمن کېږي.

د ایران د ښار جوړونې مرستیال وزیر خیرالله خادمي د دغې لارې د پروژې د پرانستې پر مهال وویل چې دا لاره به د ایران د چهابهار بندر له لارې افغانستان او بیا منځنۍ اسیا سره وصل شي.

د ایران حکومت وايي د اورګاډي دا پټلۍ ټول ټال ۶۲۸ کیلو مېتره دی چې د چابهار، زاهدان، بیرجند او مشهد څخه به راتېریږي.

ایرنا اژانس د ښاغلي خادمي ‌له خولې لیکلي دي چې دا د سیمې د ترانزیت او تجارت د پراختیا لپاره یو غوره پیل دی. هغه وویل چې دا د ایران د اورګاډي د پتلۍ یوه تر ټولو اوږده پروژه ده چې په خبره یې له اقتصادي‌ بندیزونو سره سره به پلې شي.

هغه وویل چې د دغې پروژې د۱۵۰کیلو متره پټلۍ د غځولو کار به د روان لمریز کال تر پای پورې بشپړ شي.

نوموړي وویل چې په دې لارې به مسافر وړونکي اوګاډي په ساعت کې ۱۶۰ کیلو میتره او بار وړونکي اورګاډي به ۱۲۰ کیلو مېتره واټن ووهي.

د ایران د ښار جوړونې وزارت ویلي دي چې د دغې پروژې له لارې به د ایران، افغانستان او هند ترمنځ درې اړخیزه راکړه ورکړه او معاملات نور هم غښتلي کړي.

افغانستان چې تر ډېره د پاکستان له لارې تجارت کاوه، په ۲۰۱۶ کې یې له هند او ایران سره تړون لاسلیک کړ چې د چابهار بندر له لارې تجارت او سوداګري وکړي.

پر دې سربېره افغانستان د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو سره هم ځینې تجارتې لارې پرانیستلې او همدغه راز له یو شمېر نورو هېوادونو سره یې هوايي دهلیزونه هم خلاص کړل چې پر پاکستان یې تجارتي تکیه کمه شي.

اقتصادي کارپوهان باور لري چې د چابهار بندر به د کراچۍ او ګوادر بندرونو هغه محدودیتونه کم کړي چې وخت ناوخت یې پاکستان پر افغان تاجرانو باندې وضع کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.