The news is by your side.

د افغانۍ پر وړاندې د کلدارې نزولي تګ پاکستان را پارولی

خبریال وېب پاڼه/پاکستانۍ کلداره مخکې هم د افغانۍ پر وړاندې یو بې ارزښته پولي واحد ګڼل کېده خو په دې وروستیو کې یې د نزولي تګ ناندرۍ نورې هم زیاتې شوې دي.

پاکستانۍ کلداره له وړاندې هم د افغانۍ پر وړاندې یو بې ارزښته پولي واحد بلل کېده خو د کرونا وبا په راتګ سره یې ارزښت نور هم په ځوړ روان دی. پاکستانیان دغې حالت  را پارولي دي.

د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند مشرانو خواجه آصف او احسن اقبال د پاکستان پر اوسني حکومت نیوکه کړیې ده چې د دوی د ناکاره اقتصادي پالیسیو او له ګاونډیو سره د ناسمو اقتصادي اړیکو له امله کلداره د افغانیو پر وړاندې په بې ساري ډول رالوېدلې ده.

د مسلم لیګ ګوند یو جګپوړي غړي احسن اقبال پر عمران خان تور لګولی چې په اقتصاد هېڅ نه پوهېږي، نوموړی زیاتوي؛ (د نیپال معیشت له موږ نه مخکې دی، حتی دا چې اوس د افغانستان کرنسي هم له موږ نه پورته (له یوې روپۍ نه ګرانه) ده.

د ترهګرۍ دغه تمویلوونکی هېواد چې له تېرو څو لسیزو را هیسې د ډیورنډ پر تپل شوې کرښه لسګونه ترهګرې ډلې پالي او روزنه ورکوي، په دې وروستیو کې یې د کلدارې ورځ خرابه شوې ده، اقتصادي بحران یې مخ په زیاتېدو دی او په دې وروستیو کې یې له افغانستان سره د صادراتو او وارداتو بهیر هم ټکنی شوی دی.

دا په داسې ده چې دا وخت یوه پاکستانۍ روپۍ د نیمې افغانۍ نه هم کم ارزښت لري او په کابل کې ۱۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ په شاوخوا ۴۶۰ افغانیو اړول کیږي.

که څه هم له تېرو لسو کلونو افغانۍ او روپۍ هېڅکله سره برابر شوي نه دي او افغانۍ لوړه پاتې شوې ده، خو د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو درېیو کلونو کې د افغانۍ په مقابله کې د پاکستانۍ روپیو قدر نور هم زیات کم شوی دی.

دا چې افغانستان په دې موده کې څنګه وکړای شول چې خپله د کرنسۍ بیه جګه وساتي، د اقتصادپوهانو په وینا یوه وجهه یې کیدای شي دا وي چې افغانستان د پاکستان غوندې غټې نړېوالې قرضې نه لري او بل دا چې ورسره زیاتې بهرنۍ مرستې هم کیږي.

بل پلو بیا پاکستانۍ روپۍ د تېر حکومت په پرتله په اوسني هغه کې په پرلپسې توګه مخ په ځوړ روانه ده چې اوس یې ارزښت تر بل هر وخت کم شوی او تېره هفته د یوه امریکایي ډالر په بدل کې د کلدارو بیه ۱۶۸٫۹۱ ته پورته شوه.

ویل کېږي د پاکستان حکومت د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په قرضو کې ډوب دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.