The news is by your side.

د روسیې انعامونه مهم نه دی، طالبان زموږ یاران دي

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې د روسي استخباراتو لخوا د امریکایي سرتېرو د وژنې په پار د موضوع له ګرمېدو سره یوه امریکایي جنرال ویلي دي چې طالبان د دوی ملګري دي او توپیر نه کوي چې له روسیې انعامونه ترلاسه کړي.

یوه مشهور امریکایي جنرال له خبریالانو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې طالبان زموږ یاران دي، فرق نه کوي چې له روسیې انعامونه واخلي.

 د فرانک مک کینزي په نوم د امریکا یوه مشهور جنرال وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې روسیه، چین، ایران او پاکستان په دې هڅه کې دي چې له وسله والو طالبانو سره خپلې اړیکې جوړې کړي.

د وسله الو طالبانو مشرانو په تېرو څو اونیو کې له ایراني او روسي چارواکو سره لیدنې لرلې چې د سیاسي شنونکو په باور دوی هڅه کوي په سیمه کې د ترهګرۍ یو بل بازار ځانته خلاص کړي او د سړې جګړې په ترڅ کې د سیمې او ګاونډ هېوادونو لپاره لابي وکړي.

وسله والو طالبانو نن په خپله وروستۍ بیانیه کې ویلي دي چې که د دوی جنګي بندیان خوشي نه شي، مخامخ خبرې به پیل نه کړي. دوی هڅه کوي د جګړې لومړۍ کرښې یو ځل بیا په خپلو جنګیالیو باندې منظمې کړي او د مذاکراتو پر مهال د فشار په توګه د افغان وژنې لپاره لاسونه بډ وهي.

دغه امریکايي جنرالان وایي، د روسیې انعامونه او پیسې مهم نه دي، ځکه پوهېږو چې طالبان مونږ سره ملګرتیا ته ژمن دي او اوس راباندې ټک هم نه کوي.

په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال فرانک مک کینزي له خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې دی پوهېږي مسکو به هېڅکله د امریکا ملګری نه شي.

د نوموړي په وینا روسیه تل په افغانستان او نورو سیمو کې د امریکا د غوښتنو او اقداماتو پر خلاف کړنې ترسره کوي او پر دې هم سترګې نه شي پټېدلی چې دغه هېواد په افغانستان کې هم طالبانو ته وسلې او مالي مرستې رسولې.

 هغه وایي د روسیې له لوري طالبانو ته د انعام ورکړه د اندېښنې وړ نه ده، ځکه که طالبانو ته انعام ورکړل شي یا نه، دغه ډله نور پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه کوي.

بلخوا ټرمپ تازه هڅې پیل کړي تر څو سپینه ماڼۍ کې هغه کسانو ته سزا ورکړي چې د روسیې او طالبانو د ملګرتیا په اړه یې رازونه افشا کړي دي.

شنونکي د سولې له مذاکراتو وسره هم مهاله د یوې بلې احتمالي جګړه ییزې لوبې د پیل خبرداری ورکوي او زیاتوي، که حکومت په تدبیر ګام پورته نه کړي، ښایی افغانستان ته لوی خطر پېښ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance