فعالانې؛ د ښځو تر هویت سوله مهمه ده
خبریال وېب پاڼه/ په دا وروستیو څو ورځو کې پر خواله رسنیو د یو شمېر فعالانو له لوري د ښځینوو د هویت د ښکاره کولو لپاره کمپاینونه پیل شوي.
دوی په پېژند پاڼه یا تذکره د زده کړو او نور هر ډول اسنادو کې د مور نوم ذکر کول غواړي.
پر خواله رسنیو دا کمپاین د یو شمېر خلکو له خوا بدرګه کیږي، خو یو شمېر یې مخالفت کوي او په ځانګړې توګه یې د طالبانو تر منځ د سولې پر خبرو د منفي اغېز لامل بولي.
د افغانستان یو شمېر فعالو او باسېوادو پېغلو لا له وړاندې د ښځو د هویت ښکاره کولو ملاتړ کاوه او دې برخه کې یې کمپاینونه هم کړي، خو اوس مهال یو شمېر نورې پېغلې دا کمپاینونه د سولې په حساس پړاو منفي بولي.
یوې پېغلې د نوم نه ښودلو په شرط خبریال وېب پاڼې سره خبرو کې وویل، چې د سولې په اوسني حساس پړاو کې باید ښځو د هویت ښکاره کولو موضوع راپورته نه شي، نوموړې پر دې باور ده چې دا به د سولې پر خبرو منفي اغېزه ولري، دی زیاتوي چې د باسېوادو مېرمنو هویت نه شي پټېدلی د هغوی هویت هسې هم ښکاره دی، هغه مېرمنې چې په حجابونو کې ګرځي هویت یې کم دی هغوی چې زده کړې نه لري، وخت ورته په کار دی، څو زده کړې وکړي او تر ټولو مهمه دا چې د سولې په شرایطو کې باید داسې موضوعات را ونه چول شي.
دا چې افغانستان طالبانو سره د سولې د هوکړې په درشل کې دی، د ښځو د هویت ښکاره کولو مخالفین د ښځوو د هویت په ډاګه کول د اوس لپاره اغېزمن نه بولي، دوی باوري دي چې دا طالبانو سره د سولې خبرې ټکنۍ کوي.
طالبان هغه ډله وه چې پر افغانستان د خپلې واکمنۍ په پېر کې یې د جونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي وو او ښځې یې په کورونو کې بندې ساتلې وې. چې هغه دوره د افغان ښځو لپاره د تورې دورې په نوم یادیږي.
بل خوا هغوی چې د ښځو د هویت په ډاګه کولو څخه ملاتړ کوي، بېلابېل دلیلونه وړاندې کوي.
د کندهار پوهنتون ښوونکې اغلې محبوبې اکبر د ښځو د هویت د ښکاره کولو په تړاو خبریال وېب پاڼې ته وویل، ” نو په قران کریم کې چې د بي بي فاطمې، بي بي خدیجې او بي بي مریم نومونه ذکر شوي، زموږ نوم یا زموږ د مور نوم ذکر کول څه ګناه لري؟ موږ ته نه په شریعت که خنډ شته نه په عرف کې، موږ یوازې د زړو او پخوانیو فکرونو په ځنځیرونو کې ځانونه تړلي، دا به موږ ته لوی چانس وي که زموږ دا خبره ومنل شي.”
په اسلام مبارک دین کې هم د ښځینوو پر نومونو او هویت ښکاره کولو کوم بندیز نشته او نه هم د اسلام په تاریخ کې د ښځینوو هویت پټه پاتې شوې.
د افغانستان په څېر په یوه مذهبي او دویزه ټولنه کې د ښځینوو نوم اخیستل شرم ګڼل کیږي او خلک د ښځو پر نوم یادولو سره تڼۍ په تڼۍ کیږي.
د ښځو د حقونو فعاله پېغله خالده مایار د ښځوو د هویت پټ ساتل یو بې ځایه عنعنه بولي، اغلې مایار وایي، “د ښځو نوم باید ولیکل شي او د ښځو د نوم یادولو شرم باید له منځه ولاړ شي، نوموړې وایي کله چې پلار نه وي مور نه شي کولی بې له وثیقې نه د ماشوم ملکیت یې نه ثابتیږي، نو ضرور وي چې د ماشوم کاکا یا ماما موجود وي.”
په برحاله حکومت کې د ښځو ونډه تر پخوا زیاته شوې او د حکومت د تازه پرېکړې له مخې به هر ولایت یو ښځینه مرستیاله ولري، ورسره جوخت د ښځو د هویت ښکاره کولو او په اسنادو او رسمي پاڼو کې د ښځو د نوم یادولو موضوع راپورته شوې.
افغانستان کې پر پېژندپاڼو او اسنادو د مور نوم ذکر کولو پر سر هر ځل ناندرۍ راپورته کیږي، ډېری یې شرم بولي او ځیني یې د ذکر کولو لپاره کمپیانونه کوي، دا چې حکومت به د چا مني؟ هغه پوښتنه ده چې راتلونکی به یې ځوابوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.