The news is by your side.

امریکا د روغتیا نړیوال سازمان له ملاتړ بې برخې شوه

خبریال وېب پاڼه/امریکا په رسمي ډول د روغتیا له نړیوال سازمان سره خپل پرېکون اعلان کړ او وروسته له دې به د دغې سازمان ملاتړ له خان سره و نه لري.

امریکا چې د روغتیا نړیوال سازمان تر ټولو ستر مالي همکار هېواد بلل کېده، له دې وروسته به د دغه سازمان ملاتړ له ځان سره و نه لري او په یوازې ځان به د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کوي.

د امریکا متحده ایالاتونو په دې وروستیو کې د روغتیا پر نړیوال سازمان توندې نیوکې لرلې چې ګواکې د کرونا وبا په خپرېدو او نړیوال کېدو کې یې رغنده رول لوبولی دی ځکه په وینا یې دوی پر خت د کویډاـ۱۹ په هکله نړیوال خبر کړي نه وو.

د معلوماتو له مخې امریکا هر کال د روغتیا له نړیوال سازمان سره شاوخوا ۴۵۰ ملیونه ډالره مرسته کوله.

تر دې وړاندې ټرمپ څو ځله د روغتیا نړیوال سازمان ته ګوتڅنډنه کړې وه چې خپلې چارې سمې کړي کنه امریکا به له دغې سازمان سره خپلې ټولې اړیکې پرې او یا به ورباندې له سره غور وکړي، چې تېره میاشت یې په رسمي ډول اعلان وکړ چې نور به امریکا د روغتیا له نړیوال سازمان سره خپلې اړیکې شلوي.

اوس مهال په امریکا کې تر ۱۳۲ زره زیات کسان د کرونا وبا له امله مړه شوي دي او څه د پاسه ۲ ملیونه او ۹ لکه کسان ورڅخه اغېزمن شوي دي.

اوس تازه د امریکا متحده ایالاتو ملګرو ملتونو ته په یوه استول شوي لیک کې یولي دي چې د روغتیا له نړیول سازمان سره دې د دوی ټولې اړیکې پرې کړي. د ملګرو ملتونو اعلامیه کې راغليی چې وروسته له دې به امریکا په یوازې ځان او پرته د روغتیا نړیوال سازمان له ملاتړه د کرونا وبا پر وړاندې خپله مبارزه مخته بیایي.

ویل کېږي د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د غړیتوب په ایستلو کې به یو کال وخت نیول کېږي تر څو په ټوله معنا دغه غړیتوب له منځه لاړ شي.

امریکا د روغتیا نړیوال سازمان له چین سره یو ځای د کرونا وبا د معلوماتو په پټولو تورن کړی دی او وایي چې دوی قصدا نه غوښتل نړۍ له دغې وبا څخه خبره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.