The news is by your side.

پاکستاني پوځیانو د چمن حق غوښتونکي له ژونده بېزاره کړي

خبریال وېب پاڼه/له تېرې څه د پاسه یوې میاشتې را په دې خوا په کوزه پښتونخوا کې ګڼو حق غوښتونکو لخوا د پاکستاني ریاست پر وړاندې پرلت لګول شوی او د چمن سوداګریزو لارو د خلاصون غوښتنه کوي.

د ترهګرۍ بله څپه، پاکستاني پوځيانو په چمن کې هغه پرلت وال شکنجنه کړي او ژوبل کړي چې په دغه سیمه کې یې له برې پښتونخوا سره د سوداګریزو دروازو د خلاصون لپاره سوله ییز پرلت جوړ کړی دی. د دغه پرلت نن ۳۴ مه ورځ ده خو پاکستاني ریاست تر اوسه نه یوازې مثبت ځواب نه دی ورکړی، بلکې د پرلت والو په شکنجه یې هم لاس پورې کړی دی.

له چمن څخه د خبریال همکار وایي چې د دغې دروازو بندولو نه یوازې د کوزې بلکې د برې بښتونخوا تاجران هم سخت زیانمن کړي دي. په دغه لار باندې د کوزې او برې پښتونخوا تر منځ د وچې او لمندې مېوې راکړه ورکړه کېږي چې د خلکو او سوداګرو ټولې لومړنۍ اړتیاوې پرې پوره کېږي.

څه موده وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر هم پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې وه چې د پښتنو پر وړاندې د مور او میرې له چلند څخه لاس واخلي کنه په وینا یې له چمن څخه به د لاریونونو لمن نورو سیمو وته هم وغځوي.

مظور پشتین هم په دغې موضوع چوپ پاتې نه شو او په یوه بیان کې یې وویل چې پاکستان ته مږ تر هندوانو چې د پاکستان سرسخت دوښمن بلل کېږي، بد یو. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان د هند بهرنیو چارو وزیر ته زیارۍ کولې چې ورسره تجارتي لارې پرانیزي خو زموږ چې ټولې اړتیاوې هم درک کوي، قصداً یې له برې پښتونخوا سره زموږ لارې بندې کړې دي.

د معلوماتو په چمن کې شاوخوا دوه سوه زره پښتانه کاروبار باندې بوخت دي او د ژوند پر مخ وړو لپاره يې ټوله بوختيا په ډيورنډ کرښه له افغانستان سره د مالونو د لېږد رالېږد دی، خو پاکستاني ځواکونو دغه لار بنده کړې او د نامعلومه دلايلو له وجې يې پرانېزي.

تازه له دې پرلت څخه خپرو شويو عکسونو کې ليدل کېږي چې پاکستاني ملېشو پرلت کوونکي شکنجه کړي او خبرداری يې ورکړی چې که له خپلو اعتراضونو لاس وانخلي ترور به يې کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ځايي رسنيو دوه خبريالان هم د دغو معترضوینو د غږ پورته کولو له وجې لومړی وتښتول شول او وروسته وډبول شول

تر اوسه منظور پشتین او د پي ټي اېم مشرانو په دې هکله کوم ځانګړی غبرګون نه در ښودلی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.