The news is by your side.

فرانس له نویو څېرو سره نوې کابینه اعلان کړه

خبریال وېبپاڼه – د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې نوې کابینه د ۱۷ ښځینه وزیرانو او ۱۴ نارینه وزیرانو په ګډون د ۳۱ تنو څخه جوړه شوې ده .

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ عمومي سکرتر (الکسیس کوهلر) د پخواني‌ لومړي‌ وزیر (ایدوارد فیلیپ) په مشرۍ د حکومت د استعفا کولو نه وروسته د (ژان کاسټیکس) په مشرۍ نوی حکومت او کابینه اعلان کړه.

کوهلر وویل چې د فرانسې په نوې کابینه کې یو زیات شمیر نوو څیرو ځای نیولی دی.

د فرانسې په نوې کابینه کې د پخواني‌ ولسمشر (فرانچویس هالندا) د واکمنۍ پر مهال د دولت وزیر (باربارا پومپیل) د چاپیریال د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

همداشان د هیواد د جزا مشهور د مدافع وکیل او د فرانسې د مشهورو سیاستوالو او مخورو کسانو د مدافع وکیل (ایریک دوپونت موریتي) د عدلیې د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

همداشان د کولتور د وزیر په توګه د پخواني ولسمشر سرکوزي  او د هغه نه مخکې د ولسمشر په دوره کې د وزیر په توګه کار کوونکی (روزلین بیچیټ)  ټاکل شوی دی.

په جرمني کې د خبریال وېبپاڼې همکار شاکر عزیزي وايي چې دې نوي‌حکومت ته فرانسویان خورا لیواله دي او تمعه لري چې نوې څېرې به ددغه هیواد سیاسي او اقتصادي چارې لا پیاوړې کړي .‌

د فرانسې نوی حکومت په داسي‌وخت کې ټاکل کېږي چې نړۍ د کرونا وبا له سخت ګواښ‌سره مخامخ ده .

فرانس هم یو له هغه اروپايي هیوادونو څخه ده چې کرونا وبا سخته ځپلې ده ؛‌هلته لا اوس هم ژ،ند عادي ‌حالت ته نه دی را ګرځېدلی ؛ خو د اروپايي‌ځینو نورو هیوادونو په انډول په فرانس کې بندیزونه ډېر نرم شوي‌ او داسي ښکاري چې د کرونا وبا نه د وتلو په درشل کېده .

د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر د فرانس اقتصاد هم کرونا وایرس سخت ځپلی دی او د نوي‌ اعلان شوي حکومت لپاره تر ټولو لوی چیلنج هم همدغه اقتصادي بیا رغاونه ده چې پر پښو ودرول شي .

خلک نوي حکومت ته د تېر په انډول لیواله ښکاري‌او امید ورپیدا شوی دی چې ښايي له اقتصادي‌ پلوه فرانس نور پر مختګ وکړي ، خو خیني‌نور بیا په دې باور دي چې د تېر حکومت پر مهال په فرانس کې تاوتریخوالی زیات شوی وو، ښايي‌دا اوسنی اعلان شوی حکومت د امنیت پر ټینګښت هم زیاته پاملرنه وکړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance