The news is by your side.

کنړ: ‌نسکوره شوې الوتکه طالبانو پاکستان ته سپارلې ده

خبریال وېی پاڼهد کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالي‌ په کمر سیمه کې د پاکستان کشفيالوتکه را نسکوره شوه ؛ پېښه تېره شپه شوې ده ؛‌ تېره شپه د اسد اباد پر اسمان پوځي‌ چولکې هم چورلېدې ؛ خو دا لا روښانه نه ده چې دا پاکستانۍ الوتکه به افغان یا امریکا يي پوځ په نښه کړې وياو که به خپله رانسکوره شوې وي .

خبریال وېب پاڼې ته ځايي چارواکو وویل چې د کنړ د سرکاڼو ولسوالي کمر سیمه د طالبانو ترکنټرول لاندي ده او طالبانو پاکستانۍ الوتکه بېرته پاکستاني پوځ ته ورکړې ده .

که څه هم طالبان تر دم ګړیه ددې الوتکې دورکړې په تړاو پټه خوله دي ؛ خو افغان چارواکي‌ وايي چې الوتکه رانسکوره شوې او بېرته پاکستان ته انتقال شوې ده .

د کنړ د ملي امنیت یوه لوړرتبه مامور خبریال وېیبپاڼې ته وویل چې الوتکه را نسکوره شوې ؛ خو دا لا روښانه نه ده چې د الوتکې د رانسکورېدو علت څه وو؟‌

ددې پوښتنې په ځواب کې چې تېره شپه د اسداباد پر فضا پوځي چولکې ګرزېدې نوموړي وویل چې پوځي چورلکو ځیني میلمانه انتقالول چې تېره شپه ناوخته یې کابل ته ولېږدول .‌

سرچینه دا نه تایدوي چې دغو چورلکو به پاکستانۍ الوتکه په نښه کړې وي ، خو دا تایدوي چې طالبانو پاکستاني پوځ ته را نسکوره شوې الوتکه بېرته سپارلې ده .‌

د کنړ د سرکاڼو ولسوالي کمر سیمه ډېورنډ کرښي ته څېرمه پرته ده چې وخت ناوخته هلته پاکستاني پوځیان د څار لپاره الوتکې را استوي .‌

پاکستاني پوځ او پخپله افغان حکومت رسمآ تر دم ګړیه ددغې الوتکې په تړاو څه نه ديویلي .‌

د الوتکې د وروستۍ پېښي ښکاري چې پاکستان اوس په ښکاره تر ډیورنډ کرښه را اوړياو هڅه کوي چې دافغانستان په بیلا بیلو سمو کې د الوتکو په وسیله څار وکړي .

خبریالان وايي چې افغان حکومت دې ددې پېښي پلټنه وکړياو دا دې روښانه کړي چې ولي‌ پاکستانۍ پوځي بې پیلوټه الوتکې دافغانستان خاورې ته را اوړي‌.

بل لورته طالبانو یوځل بیا ثابته کړه چې دوی افغانستان ته د پاکستاني پوځ د الوتکو او د پوځیانو پر راتګ اعتراض نه لري ، ځکه یې دا نسکوره شوې الوتکه بېرته پاکستاني پوځ ته سپارلې ده .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.