The news is by your side.

منظور پښتون نه د ماشوم سوال ټوله غونډه وژړوله

خبریال وېب پاڼه/ نن په سوات کې مټه تحصیل کې د پښتنون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلویانو جلسه وه.

په دې جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو پښتنو ځوانانو او سپین ږیرو د غورځنګ له سرلاري منظور پښتین بېلابېلې پوښتنې کولې او پښتین ځوابولې.

د چلسې د ګډونوالو په منځ کې د آذان په نوم یو کوچني ماشوم له مشر منظور پښتین وپوښتل چې د اتیا زره وژل شویو پښتنو حساب به کله اخلﺉ!؟

د آذان په دې پوښتنې سره د منظور پښتین سترګې ډکې شوې او د جلسې ټولو ګډونوالو د اذان پر دې پوښتنې وژړل.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کوچني اذان د پوښتنې ځواب کې څه وویل؟

پښتین چې د اذان په پوښتنې بې الفاظو شو او سترګې له اوښکو ډکې شوې وویل، چې د دې پوښتنې ځواب به د پښتون قوم درکوي.

له کلونو راهیسي د پاکستان ظالم ریاست له خوا په پاکستان کې له پښتنو سره له حده ډېر ناوړه چلند کیږي.

د پاکستان ریاست له خوا پښتانه ځوانان او مشران د ترهرګرۍ په تور د بند خونو تر سا اچول کیږي، شکنجه کیږي او وژل کیږي.

چې اوس پښتنو د خپلو پښتنو ورونو او په پاکستان کې ټولو پښتنو ته د انساني حقونو د ورکولو لپاره را پورته شوي او د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو لپاره او د پاکستان د ظلمونو پر وړاندې مبارزه کوي.

تازه د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د مشهور ملت پال بلوڅ قیصر مري په کور چاپه وهلې وه، چې د قیصر مري په او د شپږ کلنې لمسۍ په ګډون یې د کورنۍ درې نور غړي شهیدان کړي او دوه زامن یې له ځان سره بیولي دي.

پاکستاني پوځیان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په بلوچستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي او ترهګریز ډلې روزي چې په سیمه کې یې د خپلو اسختباراتي ګټو د خوندیتوب لپاره کاروي، طالبان، داعش، القاعده، لشکر طیبه او نورې ترهګریزې ډلې دي چې د پاکستان څارګره اداره یې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

په تېرو څو لسیزو کې پاکستان د پښتنو پر وړاندې استخباراتي سنګر نیولی، په دې وروستیو کې پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني ریاست پر وړاندې د حقونو لپاره پاڅون کړی ، چې دا ظالم ریاست یې وارخطا کړی او وخت نا وخت ورته د دروغجنو مذاکراتو ژمنه ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.