The news is by your side.

د بچن کورنۍ کرونا ته ماته ورکړې، په رغېدو دي

خبریال وېب پاڼه/د بالیووډ یا هندي سینما د پاچا او د هنر د بڼ بلې ډېوې امیتاب بچین کورنۍ ته هم د کرونا وبا ور ننوتلې وه چې له ده سربېره د نوموړي زوی، اېنږور او لمسۍ یې هم نیولي وو.

د هنر د بڼ بلې ډېوې او د بالیووډ سینما د پاچا امیتاب بچن کورنۍ د کرونا وبا ته ماته ورکړې ده او روغتیایي حالت یې مخ پر ښه کېدو دی.

له نن څخه ۹ ورځې وړاندې د جولای په ۱۱ مه نېټه د امیتاب بچن او د هغه د زوی ابیشیک بچن د کرونا ټېسټ مثبت را وختلو، چې ورپسې یوه ورځ وروسته یې انږور ایشوریا رایډ او لمسۍ ارادیا بچن هم په کرونا وبا اخته شول.

دواړه پلار او زوی په کرونا وبا له اخته کېدو سره سم د هند په تر ټولو مجهز ناناواتي روغتون کې بیستر شول خو ایشوریا او د هغې لور ارادیا بچن بیا د تېرې جمعې په ورځ وروسته له هغه روغتون ته ولېږدول شول چې روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی ؤ.

هند په دې وروستیو کې د کرونا وبا تر سخت یرغل لاندې راغلی دی او تر اوسه تر یو ملیون زیات وګړي په دغه وبا باندې اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امیتاب بچن د مېرمنې او د هغه د لور د کرونا ټېسټونه منفي راغلي وو.

د هند په ګڼ توکمې ټولنې کې کروړونو خلکو د امیتاب بچن کورنۍ په کرونا وبا د اخته کېدو له امله خواشینۍ څرګندې کړې وې خو په مینځ کې یې داسې ډله هم وه چې ویل به یې، د بچن کورنۍ د هند له ګڼ نفوذې ټولنې نه زیاته نه ده. دوی به ویل چې کومې پېرزوینې چې بچن کورنۍ ته وړاندې کوئ، دا ټول هند حق لري.

امیتاب بچن چې اوس د هندي سینما عمر خوړلی اداکار یادېږي، نه یویازې په کور د ننه بلکې د نورو هېوادونو خنرمندانو او وتل شویو څېرو د خپګان او ډاډګېرنې پېرزوینې ورسره شریکې کړې وې.

په هند کې د امیتاب بچن محبوبیت په کم سارې ډول تر نورو اداکارانو زیات دی، کله چې نوموړی په دغه ناروغۍ اخته شو، ملیونونه ګړو یې د روغتیا لپاره دوعاګانې وکړې. ګڼ شمېر کسانو د خپلو ځانګړو مذهبي دودونو له مخې په مندرونو کې د سدوعا مراسم ورته نیولي وو.

ایشوریا رای چې کلونه وړاندې یې د ښکلا سیالۍ کې جایزه هم ګټلې وه، اوس یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی او تمه ده په نیږدې راتلونکي کې له خپلې ناروغې کورنۍ سره یو ځای له روغتون رخصت کړل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.