The news is by your side.

د کريډيټ کارت په اندازه د ۱۰۰۰۰ ايم اې ايچ لرونکی پاور بانګ

خبريال ويبپاڼه / دا د نړۍ تر ټولو وړوکی خو ډير لوی طاقت لرونکی او د ۱۰۰۰۰ اي اې ايچ بريښنا ذخيره کوونکی پارور بانګ(بيټرۍ) ده.
دغه وړوکې خو د ډيري بريښنا ذخيرونکی پاور بانګ قميت يوازي ۳۴ ډالره دی.

شايد مخکې مو داسې فکر نه وو کړی چې دومره کوچنی پاور بانګ به شتون لري او کنه.
خو دا دی اوس په هانګ ګانګ کې داسې يو.پاور بانګ جوړ شوی دی چې حجم يې بيخي د يوه کارت غوندی دی خو ولې لس زره ايم اې ايچ بريښنا ذخيره کوي چې دغه پاور بانګ تر دريو ورځو يو ايفون موبايل روښانه ساتلی او چلولای شي.

شايد مخکې د پاور بانګ له غټوالي او د وزن له دروندوالي څخه په تلکيف شوي ياست او يا مو شايد له دې امله ستخو ستونزو سره مخ شوي چې د پاور بانګ د لوی له امله مو هغه له ځان سره نه شو وړلای. خو اوس ددې نوي پاور بانګ په جوړيدو له دې ستونزي څخه خلاص شېدای شئ کولای شئ په ډيري اسانه سره يې له يو ځای څخه بل ځای يوسئ او خپلې اړتياوې په ښه ښان ترې پوره کړئ.

دغه پاور بانګ چې د دريو ورځو په ترڅ کې ۱۸ واټ بريښنا توليدولای او ذخيره کولای شي نو له همدې امله د سوپر مني نوم پرې ايښودل شوی دی. ددغه پاور بانګ د چارچولو تيزوالی دومره ده چې يوازي په ۳۰ دقيقو.کې يو ايفون ۶ موبايل بشپړ چارچولای شي.

د ۱۰۰۰۰ ايم اې ايج انرژۍ په درلودو سره کولای شو په دغه پاور بانګ باندي د ورځې څو ځله خپل ځيرک موبايلونه چارچ کړو.
ددې نوي پاور بانګ حجم تر نور عادي پاور بانګونو ۳۰ ځله کم او قوت يې ۵۰ سلنه تر نورو زيات دی.
او له نورو عادي پارو بانګونو څخه يو ځانګړتيا داده چې هغه په ۵ ساعته کې چارچ کيدلای شي خو دغه نوی جوړ شوی پاور بانګ يوازي ۳ ساعته وخت غواړي چې بشپړ چارچ شي.
سوپر مني پاور بانک په دريو زړه وړونکو رنګونه کې پيدا کيږي چې ورسره کيبل او واير هم شته.

د يادولو وړ ده چې تر ټولو مهيمه دا خیره ده چې بايد بريښنايې توکو سره په احطياط چلند وشي ځکه چې دا ډير لوی خطرونه لري خو په تيره بيا له ماشومانو څخه خو بيخي جلا او غوندي ځای کيښودل شي تر هغوی خپل ځان يا نورو ته تاوان ونه رسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.