The news is by your side.

راينا هم د ډوني په پله روان او له کرکټ څخه يې استعغا وکړه

 

خبريال ويبپاڼه / د هندوستان وتلی او مشهور کپتان او وکيټ کيپر مهندر سينګ ډوني له نړيوال کرکيټ څخه استعفا وکړه.
چې په ورته وخت کې د هندۍ لوبډلي يوه بل تکړه لوبغاړي سريش راينا هم له نړيوال کرکيټ څخه د خدای په او استعفا اعلان وکړ.

مهندر سينګ ډوني له نړيوال کرکيټ څخه د استعفا اعلان په ټولينزو رسنيو کې کړی دی. د هغه د اعلان له مخ به هغه نور په ټيسټ( پنځه ورځنيو) ، او يوه ورځينو او شل اوريزو لوبو کې نوره برخه نه اخلي.

دهندۍ لوبډلي دغه پخواني کپتان ډوني ۶ کاله مخکي له ټيسټ لوبو څخه د استعفا اعلان کړی وو.
مهندر سينګ ډوني د خپل کرکيټ کيرير په دوران کې د هندوستان لپاره ۳۵۰ يوه ورځنۍ او ۹۸ شل اوريزو لوبو کې غوره کارکرده کړيده. چې په کمالو او وړتيا وو سره يې هندۍ لوبډله د پرمحتګ اوج ته رسولي.

جالبه خو لا دا ده چې د مهندر سينګ ډوني د استعفا له اعلان وروسته سم دلاسه د هندۍ لوبډلي يوه بل تکړه لوبغاړي سريش رينا هم له نړيوال کرکيټ څخه د استعفا اعلان وکړ.

سريش رينا هم له نړيوال کرکيټ څخه د استعفا اعلان په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړ او ويلي دي چې دی هم د خپل کپتان په پله روان دی او نه غواړي له هغه پرته په نړيوال کرکيټ کې لوبه تر سره کړي.

هيره دې نه وي چې سريش راينا د هندوستان لپاره په ۱۸ پنځه ورځنيو او ۲۲۶ يوه ورځينو او ۷۸ شل اوريزو لوبو کې د هند استازولي کړي.

د يادولو وړ ده چې مهندر سينګ ډوني او رينا د هندۍ لوبډلي له هغو پياړو لوبغاړو څخه شميرل کيږي چې تل يې هنددوستان برياوي راوړي دي او ددې لوبډلي د ملا د تير حيثيت يې درلود.

په تيره بيا مهندر سينګ هغه لوبغاړی او کپتان وو چې د هندوستان لپاره يې دری ستر نړيوال جامونه د خپل هيواد په نامه کړي دي.

ښاغلي ډونې په ۲۰۰۷ کال د شل اوريزو نړيوال جام د هند په نامه کړ. په دغه جام کې يې په پای لوبه کې پاکستان ته ماتي.

چې دغه نړيوال جام لومړنی د شل اوريزو لوبو نړيوال جام هم وو.

د منهدر سنيګ ډوني بله ستره کانامه د هند لپاره د يوه ورځينو لوبو جام ګټل وو. چې دغه جام د هند په کوربتوب تر سره شو او ياد به يې تل د هنديانو په زړنو کې پاتي وي.

ډوني د ۲۰۱۳ کال د نړيوالي شورا اتلولي يا چمپين ټرافي هم د هندوستان په نامه کړه.

د يادولو ده چې ډوني په ورځني ژوند کې ډيره ارام او د اخلاقو نمونه وه خو د کرکيټ په ډکر کې بيا د تندر په څير خپل سيالان ترې ويريدل.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.