The news is by your side.

روغتیا وزارت د ١٣ سلنه روږدو کسانو د درملنې ظرفیت لري

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره پراخ ظرفیت نه لري.

د شمېرو له مخې په هېواد کې دوه نیم میلیون کسان نشه یې توکې کاروي چې نیم میلیون تنه یې روږدي شمېرل کیږي.

خو د روغتیا وزارت یوازې دد یارلس سلنه پر نشه یي توکو باندې اخته کسانو د درملنې وړتیا لري.

د دې وزارت په خبره په افغانستان کې دوه نیم میلیونه تنه نشه یي توکو نه گټه پورته کوي چې په دې منځ کې نږدې نیم میلیونه تنه یې معتاد ګڼل کیږي.

دا په داسې حال کې د څلور سوه طالب زندانیانو خوشې کېدو په چوکاټ کې یو پنځوس تنه یې د نشه یي توکو ستر قاچاقبران دي.

د بین الافغاني مذاکراتو او سولې لپاره د دې قاچقبرانو خوشې کېدل قرباني ده.

افغانستان هغه هیواد چې د نشه یې توکو دوه نیم میلیون تنه کارونکي، لري
داسې هېواد کې چې د نړۍ څه باندې نوي سلنه نشه یې توکې په کې د نا مانۍ له امله تولیدیږي، دغه شمېره د حیرانیتا وړ نه ده.

پر نشه یي توکو د نیم میلیون روږدو کسانو له ډلې،شل سلنه یې له کورنیو ایستل شوي، په واټونو او د پلونو لاندې شپه او ورځ تېروي او د نشه یي توکو عمل کوي.

د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس له خپرېدا وروسته په پلازمینه کې نشه یې توکو باندې د روږدو کسانو لومړي پړاو راټولیدنه کې، ٢٥٠ تنه روږدي کسان له اوولسمي او شپږمې ناحیو څخه راټول کړي وو.

په دې ډله کې له ډېر عمر لرونکي کس څخه نیولي تر ټیت عمر لرونکي پورې لیدل کیږي.

د عامې روغتیا وزارت په کال کې پنځوس تر پنځه پنځوس زره تنه د روږدو کسانو ظرفیت لري چې یوازې دیارلس سلنه یې روږدي کسان جوړوي.

له دې ټولو سره سره، یو شمېر پلازمینوال د روږدو کسانو راټولېدو په برخه کې د روغتیا وزارت کړنو څخه چنداني خوشبین نه دي.

د دوره یي کمپاینونو په خوا کې په پلازمینې او ولایتونو کې ګرځنده ټیمونه هم فعال دي او یوازې د روان کال پنځو میاشتو پر مهال، پر نشه یې توکو ٤٥٠٠ روږدي کسان د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه راټول شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.