The news is by your side.

داسې بريښنايې ګولۍ چې د کولمو باکترياوي معلوموي

خبريال ويبپاڼه /په نيويارک کې ساينس پوهانو داسې بريښنايې ګولۍ جوړي کړي دي چې د انسان په کولمو کې دننه باکترياوي معلوموي.

مخکې به ددغه کار لپاره ډاکټرانو د انسان کولمو ته د يوه تار په واسطه کامره استولي تر څو د انسان په کولمو کې باکترياوي معلوموي کړي چې ددې عمليه نوم کولونو اسکوپي دی.

خو اوس له دومره ډيره تلکيف څخه خلاص يو يوازي د يوې ګولۍ په خوړولو ډاکټران کولائ شي د معدي او کولمو باکترياوي معلوموي کړي.
دغه بريښنايې ګولۍ چې د معدې له لاري کولمو ته ځې په کولمو کې تر هغو پاتي کيږي چې تر يې د کولمو باکترياوي په بشپړ ډول نه وی تشخيص کړي.

جالبه دا ده چې دغه بريښنايې ګولۍ يوازي د کولمو باکترويا نه معلوموي بلکې کله چې د کولمو باکترياوی تشخيص او معلوموي کړي وروسته د معدي د ناروغيو په اړه معلومات را غونډوي. او په معده کې د زرګونو باکترياوو په اړه هم معلومات را غونډوي چې د انسان په روغتيا کې ډير مهيم رول لري.

د حيرانتيا خبره خو دا ده چې دغه بريښنايې ګولۍ له يوې خوا د شکرې ناروغۍ معلوموي او له بلي خوا دا هم په ډاګه کوي چې کومه دوا تاثير کوي او.کومه دوا تاثير نه کوي.

دغه ټيکنالوجي که لا په ښه بڼه جوړه شي او پراختيا ورکړل شي د معدي، ځيکر او مثاني ايسوفيکس په پرتله د ډير ناروغيو ډير ښه تشخيص کولای شي.

دغه ټينالوجي د امريکا محتده ايالاتو په نيويارک ښار په پوردوا پوهنتون کې د ډاکټر رحيم رحمي او ملګرو له خوا جوړه شوي ده.
ډاکټر رحمي رسنيو ته ويلي چې تر اوسه داسي په دې ډول کومه ټيکنالوجي مخکي نه وه او نه هم تر اوس داسې کومې وسيلې شتون درلود چې په دومره لويه اندازه د باکترياوو په اړه معلومات را غونډ کړي.

هيره دې نه چې د دغو بريښنايې ګوليو.جوړښت نه يوازي د طبيب په برخه کې لوی پرمختګ دی بلکي د ډاکټر او ناروغانو لپاره ډيره لویه اسانتيا ده.
ځکه د کولمو باکتروياوي په ټولو انسانانو کې شتون لري په هيره بيا په هغو هيوادنو کې چې د ژوند سطحه يې ټيټه او پاکو اوبو ته لارسی نه لري.

د کولمو دزياتوالی د کولمو د سوري کيدا او.ډيری وخت خو د انسان د مرګ سبب هم ګرځي.
د يادولو وړده چې دغه ناروغي تر ډيره په ماسومانو کې ډيره ليدل کيږي چې هغوی له خورار ځواکۍ او نور جدي ستونزو سره مخ کولای شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.