The news is by your side.

ټرمپ : دا ځل په ايران سخت بنديزونه لګوي

خبريال ويبپاڼه /د امريکا د محتده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه پريکړه ليک په غبرګون کې چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا رد شو، ايران ته خبردار وکړ چې له دې اونۍ وروسته به بيرته له سره په ايران پخواني بنديزونه بيا ولګوي.
ټرمپ وويل چې واشڼګټن به له سره د هغو بنديزو میکانيزو نوی کړي چې په ايران يې مخکې لګولي وو.

ښاغلي ټرمپ دغه خبرداری په داسې کې ورکړ چې څو موده مخکي د ملګرو ملتونو امنيت شورا د امريکا هغه پريکړه رد کړه چې په ايران د وسلو اخيستلو بنديز لګوي.

ولسمشر ټرمپ چې پرون خبرپالانو ته خبري کولې هغه زياته کړه چې موږ به ډير ژر په ايران سخت او درانه بنديزونه ولګوو. او دايې هم وويل چې په راتولونکي اونۍ کې به يې تاسو ټولو شاهدان ياست.

ډونالډ ټرمپ د خبريالانو ددې پوښتني په ځواب کې ې دی به په هغې انلاين غونډه کې ګډون وکړي چې د روسې د ولسمشر له خوا د امنيت شورا د پنځو دايمو غړو او ايران په اړه کړي کنه.

ټرمپ وويل (احتمالا نه).

د ياودولو وړده چې د امريکا د بهرنيو.چارو وزير مايک پامپيو هم د امنيت شورا له خوا ددې پريکړليک د ردولو په غبرګون کې تندغبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې دوی به پرېنږدي چې اټومي سرګولولي جوړ کړي.

ښاغلي پامپيو زياته کړه چې امريکا به بيرته له سره په ایران داسې درانه بنديزونه ولګولي چې تر اړ شي د آټومي سلاوو له جوړويدو لاس واخلي. او د سمي او نړۍ امنتيت غوندي شي.

په ايران د سلاحو د نه اخيستلو تړون د د اسد دمياشتي په ۲۴ مه د امنيت شورا له خوا د چين او روسيې په مخالف رايه لغوه اعلان شو.

هيره دې نه وې چې د روسي د ولسشمر ولاديميرپوتين له خوا په يوه اعلاميه کې د ۵ + ۱ په نامه د يوې غونډې د جوړيدو وړاندي شوی او په دغې اعلاميه کې ويل شوي چې د ايران او المان په ګډون به د امنتيت شورا پنځه دايمې غړي په دې غونډه کې ګډون کوي.

او د روسي ولسمشر هغه تورونه هم رد کړل چې ګواکي روسيه په نړۍ د آټومي وسلو جوړولو ته لار پرانيزي.
د کرملين ددغې اعلاميه په ځواب کې د فرانسې ولسمشر ډيويډ کامرون هم غبرګون ښودلی او رړسيه تورنه کړي چط له ايران سره د اټومي وسلو په جوړولو کې مرسته کوي.

که څه هم د وسلو د نه اخيستلو تړون د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې يوازي د چين او رړسيې له خوا رد يا ويټو کړای شو.
چې د امريکا چارواکو سخته غوسه يې را پارولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.