The news is by your side.

ولي خوب وينو؟

خبريال ويبپاڼه/ زرګونه کلونه کيږي چې انسان خوب کوي او هره شپه څه ناڅه په خوب کي وينې.
پوښته داده ولي خوب وينو؟ ايا خوب ليدل زموږ په واقعي ژوند کوم تاثير لر؟
آيا خوب یو خبرداری کنه هسي يوه لاشعور پديده ده.

کله چې موږ ويده شو مغز مو ۴ بيلا بيلي دورې يا مرحلي سرته رسوي خو په ډير دقت سره د ۹۰ دقيقو لپاره زموږ چاراطراف څيړي.

له لومړي تر ۳ مرحلي پوري خوب دسترکو د نه رپيدا مرحله ده او له ۳ تر ۴ مرحلي پوري د سترکو رپيدا مرحله ده چې د خوب ليدلو د پروسې په نامه ياديږي. که څه هم په دغه ۴ واړه مرحلو کې خوب ليدلای شو.

کله چې انسان د خوب په ۴ مرحله يعني د سترګو د رپيدا په وخت کې له خوبه پاڅيږي ډير احساساتي، عجيب و غريب ښکاري.

لومړۍ مرحله کله چې ويده کيږو د مغزو فعالت مو سوکه او اراميږي چې دا مرحله بيخي لنډه ده. له دې وروسته د خوب ۲ مرحله د سترګو د نه رپيدا دوره ده. چې دلته نور هم د مغزو فعاليت ارم او سوکه کيږي.
خو له دې وروسته هغه مرحله شروع کيږي چې ماغزه مو د ويښي له حالت څخه لا هم په لوړه کچه کار کوي چې دا د خوب ليدلو دوره ده. او موږ خوب په دغه وخت کې وينو.

کله چې زموږ ذهني فعالت په لومړيو مرحلو کې سوکه کيږي له هغه وروسته څو.چنده زموږ ذهني فعاليت په کار پيل کوي چې په يوه ثانيه کې په ميلينونه مغزي نرونو په اندازه کار کوي او
هغه ټول شيان ډير په سرعت سره زموږ تر سترګو تيږيږي چې په خوب کې یې وينو.

د خوب ليدلو مرحله يوه لاشعوري پديده ده چې د انسان د لاشعور په واسطه کار کوي او.موږ نشو کولای د ذهين په ويښه برخه باندي هغه درک کړو ځکه دغه پديده زموږ تر ويښ ذهين څو.چنده پورته کار کوي.

د خوب په ۴ مرحله کې ډيری خلک خوب ويني ځکه له دغي مرحلي راپورته شوي ۸۰ سلنه خلکو.ويلي چې خوب يې ليدل. ۵۰ سلنه وګړي خو.حتي که بيدار هم شي په نمی نمزاله وخت کې خوب ويني.

څومره خوبونه وينو؟

که څه هم ټول انسانان خوبونه ويني خو ټول يې نه په ياد کيږي خو په اوسط ډول هر انسان د شپي ۵ ځله خوب ويني.
د خوب لومړی مرحله چې ډيره لنډه او سترګي پکي نه رپوو ډير کم خوب وينو له هغو وروسته د خوب په ژور والي زموږ خوبونه هم اوږديږي.

بايد وويل شي چې خوب يوه لاشعوري پديده ده ځکه انسان پکې الوزي داسي حرکات پکې تر سره کوي چې هغه په عادي ژوند کې بيخي ناممکن وي.

هيره دي نه وي چې خوب ليدل د اسلام د سپڅلي دين له خوا هم منل شوی او ځيني خوبونه يې رښتني پيغامونه بللي.
په قرانکريم کې د خوب په اړه الله ج فرمايې خوب مي انسانو د روغتيا لپاره يوه ښه ډالۍ پيدا کړي.(نوم کم ثباتا)

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance