د هند مرسته شویو غنمو ٣٥٢ کانټینرونه چابهار ته رسېدلي
خبریال وېب پاڼه/ د هند له لوري افغانستان سره د مرسته شویو غنمو ٣٥٢ کانټینرونه چابهار بندر ته رسېدلي دي.
د هند له لوري افغانستان سره د مرسته شویو غنمو دا اوومه جوپه ده، چې ډېر به ژر به افغانستان ته را ورسیږي.
د ایران د بندرونو عمومي رییس بهروز اقایي وایي، دا د هند له لوري د ٧٥٠٠٠ د مرسته شوي غنم برخه ده چې په اوو کښتیو کې چې ٣٥٢ بار کانټینرونه لري چابهار بندر ته رسېدلي او ژر به افغانستان ته ولېږل شي.
هند څو میاشتې مخکې له افغانستان سره د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ٧٥ زره ټنه غنمو مرستو اعلان وکړ، چې ژر به یې اوومه جوپه هم را ورسیږي.
په نړۍ او افغانستان کې د کرونا وبا په خپرېدو سره یو شمېر هېوادونو او نړیوال بانک له افغانستان سره د دې وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستو اعلان وکړ، چې د هند هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي هم افغانستان سره د غنمو د مرستې ژمنه وکړه.
افغاد حکومت د قرنطین په موده کې د کابل ښاریانو سره د څلور نیم کیلو غنمو مرسته وکړه، چې مثبته پایله یې نه درلوده او خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ شو او بیا یې د پلازمېنې کابل په ګډون په ولایتونو کې له بې وزلو او مستحقو خلکو سره د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل کړه چې د هغې په پیسو کې هم فساد وشو.
هند د افغانستان دوست هېواد چې سختو وختونو کې یې افغان حکومت ته د مرستې لاس ورکړی او په بېلابېلو پوځي او اقتصادي برخو کې یې مرستې ورسره کړي دي.
په سیمه کې د هند او افغانستان اقتصادي اړیکې تر نورو هرو هېوادونو ډېرې ښې دي او پرته له کومو ستونزو، خنډونو او کړکېچونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پالي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.