ولي د آمو سیند د مسیر بدلول نه څېړل کېږي؟
خبریال وېبپاڼه – لسیزي وشوې او داسي یو کال ما نه دی لیدلی چې په هغه کې دې د آموسیند د تخریباتو راپور نه وي ورکول شوی. هر کال افغان چارواکي د امو سیند دزیانونو او د خلکو د ځمکو د بهیدلو غږ خو اوچتوي؛ خو د دغه ستونزې په اصلي حل پسي کله هم پلټنه نه ده شوې.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د پلټنو ټیمونه مقرر شول او هم داراز هڅه وشوه چې ستونزې ته حل لاره ومومي، خو دا چې پر کرزي را څرخېدلو چارواکو کې ډېره برخه یې په شمال کې د موجوده پښتنو له شتون سره مخالف وو نو دا موضوع به هم دا ډول پاتې شوه.
کله چې ولسمشر اشرف غني راغلو نو هغه د نورو تشو وعدو په څېر بیا بیا د امو پر سیند هم خپل سیاست وکړ او د اوبو د مهار غورې یې وکړې خو دا هر څه یوازي تر رسنیزو خبرونو پوري محدود پاتې شول .
په جرمني کې د اوبو د مدریت د پيایچ ډي محصل عاصم مایار لیکي چې اساسي ستونزه دلته ده چې د سیند د اوبو جریان او د په راتلونکي کې د هغې مسیر بدلول په هر اړخیز ډول نه څیړل کېږی؛ چې دا کار د ځینو موډلونو په مرسته په اسانی ترسره کېدای شي.
ښاغلی مایار دا د یوې نقشې په مټ د آمو سیند د ولسي زیانونو د را برسیره کولو هڅه کړې :
دا نقشه د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د امو سیند د مسیر بدلون له ۱۹۷۵ څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې ښکاره کوي. په نقشه کې سور رنګ د سیند مسیر په ۱۹۷۵ کال کې ښکاره کوي او بیا زرغون رنګ د سیند مسیر په ۲۰۰۶ کال کې ښيي. له دې ښکاري چې سیند څومره د افغانستان لوري ته راغلی.
دا څیړنه په ۲۰۰۹ کال کې د ADB په ۱.۵ میلیون ډالرو بودیجه یوې هسپانوي کمپنۍ د پنج سیند (د بدخشان څخه تر کندز سیند پورې – له دې برخې کښته بیا آمو بلل کېږي) لپاره ترسره کړي. چې زمونږ د اوبو او برېښنا وزارت ته هم ورکړل شوي؛ خو دا چې یاد وزارت په دې اړه څه ندي کړي ممکن ترې ورک یا هېر وي.
عاصم مایار وايي چې د امو سیند (له کندز سیند څخه تر اندخوی پورې) لپاره دا څیړنه نده ترسره شوې او افغان متخصصین کولای شي په ارزانه بیه دا کار ترسره کړي. خو که چیرې په دې اړه اراده موجوده وي.
د امو د سیند مسئله پر خپل ځای هم داسي پاتې ده، خو اوس له تقریبآ (۶) کلونو واکمني وروسته ورو – ورو د ولسمشر غني له لوري د اوبو د مدریت د تو وعدو نه پرده اوچتیږي او داسي ښکاري چې محد اشرف غني د خپل شپږ کلن ریاست جمهوري په دوران کې د اوبو په برخه کې دې هیواد ته هیڅ نه دي ورکړي بلکه هغه پخوانۍ پروژې یې هم اودرولې دي چې ددې هیواد پخواني ولسمشر پیل کړې وې.
اوبه او د اوبو مدریت د یوه هیواد مسیر او راتلونکی ټاکي چې په سمه توګه دې ستونزو ته پاملرنه ونه شي دافغانستان د ستونزو اصلي حل ته لار نه موندل کیږي.
که څه هم دا لا پوره روښانه نه ده چې د ولسمشر غني ټیم ولي د اوبو د مدریت په تړاو دلچسپي نه ښيي؛ خو اوس د ګمبیري ډاګ زرعاتي پروژه په صنعتي پروژه بدلول ښايي د اشرف غني د هغو سیاستونو یوه برخه وي چې په افغانستان کې به د اوبو د مدریت نغاره غږول کېږي خو دې موضوع ته به جدي پاملرنه نه کیږي.
لیکوال : انجینر سید احمد همدرد
د ګمبیري ډاګ په تړاو لاندي مطالب !
ولي د آمو سیند د مسیر بدلول نه څېړل کېږي؟
د۱۵بندونو دجوړېدو مخنیوی
له مطالعې پرته پر ګمبیري ډاګ د هوايي ډګر د جوړېدو د کار پیل
ولې افغانستان د اوبو د مدیریت ماسټر پلان نلري؟
لویه جرګه پر ګمبیري ډاګ رابلل په کار وو!
هوايي ډګر ګمبیري دښت ته څه تاوان لري ؟
ګمبیري دښته ! د کونړ سیند مهارول څه معنا؟
شینواري مشران: که حکومت ننګ نه کوي، دروازې موږ ړنګوو
د غني له لوري د ګمبیري ډاګ د سمسورونکو شړل !
غني ولي د ګمبیري ډاګ جاپانۍ پروژه کنسل کړه ؟
باور غورځنګ، د سولې ابهامات دې له ولس سره شریک شي
د روداتو ډاګ او جلیزو دښت د هوايي ډګر پروژو لغوه کېدل !
پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړېدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.